سپینې پگړ‎ۍ!

شاعر: حفیط الدین پیرزاده

ھمدا سپینې پگړ‎ۍ مو د الله په نزد تاجونه
ھمدا سپینې پگړ‎ۍ مو پر اوږ‎و مسؤلیتونه

ھمدې سپینو پگړ‎یو وارثان د ھغه چا کړ‎ئ
چې خپله لوی الله ورباندې وایي درودونه

ھمدې سپینې پگړ‎ۍ سپینه ماڼۍ وپرځوله
ھمدا سپینې پگړ‎ۍ د ازادۍ ضمانتونه

ھمدې سپینې پگړ‎ۍ پورې موقوفه مو بقا دہ
که خدای مه کړ‎ہ بې لارې شي، تباہ مو دي نسلونه

عزت مو د پگړ‎ۍ ساتئ او گورئ چې الله بیا
د خپل مخلوق په زړ‎ہ کې درته کیږ‎دي عزتونه

پگړ‎ۍ تړ‎ل آسانه دہ خو پت ساتل یې گران دي
بې پته علماو باندې ډک دي دربارونه

د حق خبرہ، افضلُ الجھاد ھله کوئ شې!
چې نه وي ستا په جیب کې د جابر سلطان نوټونه

خدمت کې د اشغال مو ځینې داسې عالمان دي
د عصر په فتنو کې یې خوړ‎لي تیندکونه

آ یو یې ځان تورزن بولي، بل څوس وھي دربار کې
اوار یې استعمار ته کړ‎ل مسجد کې بسترونه

طالب یې سور کافر کړ‎، سرہ کفار لیدلای نه شي
چې سترگې یې ړ‎ندې دي که ړ‎اندہ شوہ ضمیرونه

زموږ‎ د امید سترگې بس دا ستاسو په لور اوړي
که تاسې موږ‎ را جوړ‎ کړ‎ئ، موږ‎ به جوړ‎ کاندو کارونه
_____________________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۹/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د