بیلا بیل

الصراط المستقیم

حضرت محمد خرم

”اهدنا الصراط المستقیم“ هره ورځ یې لمونځونو کې په لسهاوو ځله تکرارؤ او سمه لار غواړو. خو صراط المستقیم کومه ده؟
ځواب یې متصل ورپسې دی: ”الصراط الذین انعمت علیم“.
لار د هغو خلکو چې تا پېرزوینه کړې ده پرهغوﺉ. پېرزوینه په چا شوې ده؟
الله تبارک وتعالی فرمایي:
وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولٰٓئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّۦنَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَآءِ وَالصّٰلِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولٰٓئِكَ رَفِيقًا [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 69] ژباړه: څوك چي د الله جل جلاله او پېغمبر علیه السلام اطاعت وکړي، نو د هغو خلكو ملګري به وي چي الله پېرزوېنه پر کړېده؛ يعني: پېغمبران، رښتیا ویونکي، شهيدان او صالحان. د هغو ملګرتيا څومره ښه ده چي چا ته په برخه شي.
دلته د نجات او فلاح لار (صراط المستقیم) پیغمبرانو او صدیقینو پسې د شهیدانو په پله یون یاد شوی دی او الله تعالی همدا د فلاح او بریا لار بولي.

نو اې مسلمانه وروره! ته چې هره ورځ لمانځه کې په خشوع او خضوع وایې: ”غیرالمغضوب علیهم والضالین“ (یا الله ما د غضب کړل شویو خلکو”یهودو او نصاراوو له لارې وساتې“. بیا څه فکر کوې چې د همدغه یهودو، نصاراوو او صلیبیانو په لاس د وژل شوو مجاهدو شهیدانو لار تعقیبول صراط المستقیم نه دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx