طالبانو ته تر ګواښ څو ساعته وروسته پر جنرال دوستم برید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم نن د شنبې په ورځ هغه مهال تر سخت برید لاندې راغی چې یوازې څو ساعته وړاندې یې طالبانو ته ګواښ کړی و؛ که مرکزي حکومت اجازه ورکړي په ۶ میاشتو کې به شمالي سیمې له طالبانو خلاصې کړي.

د راپورونه په حواله، نوموړی له خپل موټریز کاروان سره د بلخ-جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې په «تېمورک» نومې سیمه کې تر برید لاندې راغلی، خو ځینې نورې سرچینې وایي چې پر نوموړي برید په شرسره سیمه کې شوی دی.

دوستم ته نږدې سرچیني وایي، چې په برید کې د دوستم یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي خو نوموړی له بریده روغ وتلی او په سیمه کې نښته لا هم روانه ده.

یاده دې وي چې دوستم داسې مهال تر برید لاندې راځي چې یوازې څو ساعته وړاندې یې په بلخ کې د یوه انتخاباتي کمپاین پرمهال ګواښ کړی وو که مرکزي حکومت اجازه ورکړي په ۶ میاشتو کې به شمالي سیمې له طالبانو خلاصې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دوستم جانه!
ته خپل کارکوه، یعنی ایشچی،ایشبای،کره بای،پهلوان چاری………باندی خپل راکټی ګوذارونه کوه. خپل د کوچنیوالی انتقام اخله. ستایی په دا غټو کارو سره څه. داسی نسی چی طالبانو ته ژوندی په لاس ورسی………………….