ورزش

لیونل میسي د نړۍ پنځه غوره فوټبالران په ډاګه کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷ل): د نړۍ ستر او نامتو فوټبالر لیونل میسي د نړۍ تر ټولو غوره پنځه لوبغاړي په ډاګه کړل خو خپله او کریسټیانو رونالډو یې له دغه لیسته وویستل.

لیونل میسي د یوې اسپانوي ورځپاڼې سره د خبرو پرمهال وویل چې دده په اند له ده او کریستیانو رونالډو پرته پنځه غوره لوبغاړي (کیلیان مپابی، جی ار نیمار، ایډن هازارډ، لویس سواریز او سرجیو اګویرو) دي:

د فرانسې لوبډلې حمله کونکی لوبغاړی کیلیان مپابی، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې د ۲۰۱۸م نړیوال جام هم وګاټه، میسي په دویم نمبر د برازیل لوبډلې فارورډ لوبغاړی نیمار یاد کړ، نیمار له میسي سره یوځای په برسلونا کلب کې پاتې شوی.

همدا ډول په دریم نمبر لیونل میسي د بیلجیم لوبډلې تکړه لوبغاړی ایډن هازارډ یاد کړ، ایډن هازارډ په نړیوال جام کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه او لوبډله یې نیمه پایلوبې ته ورسوله، د بیلجیم لوبډله اوسمهال د فوټبال په نړیوال جدول کې لومړی مقام لري.

سربېره پر دې د اوروګوای لوبډلې حمله کونکی لوبغاړی لویس سواریز د میسي په اند یو له پنځو غوره لوبغاړو څخه دی، لویس سواریز اوسمهال په برسلونا کلب لوبډله کې له لیونل میسي سره یوځای لوبیږي، همدا ډول سرجیو اګویرو هم د میسي په اند یو له غوره لوبغاړو څخه دی، سرجیو اګویرو د میسي سره یوځای په ارجنټاین لوبډله کې لوبیږي.

۳۱ کلن لیونل میسي په داسې حال کې خپله او کریستیانو رونالډو په پنځو غوره لوبغاړو کې حساب نه کړل چې د نړۍ په کچه دواړو هر ریکارډ په خپل نوم کړی، دواړه لوبغاړي تر دې مهاله پنځه پنځه واره د سرو زرو توپ ګټونکي دي.

لیونل میسي په نړیوالو سیالیو او کلبي لیګونو کې څومره ګولونه وهلي دي؟

لیونل میسي چې د برسلونا کلب سره یې د ۲۰۱۸-۱۹ کال په «۱۴۴» ملیونه یورو لاسلیک کړی دی تر دې مهال ټولې ۸۰۴ (کلبي او نړیوالې) سیالۍ ترسره کړي، چې «۶۵۵» ګولونه یې وهلي او «۲۷۸» ګول پاسونه (Assist) یې ورکړي دي.

کلبي سیالۍ: ټولې یې «۶۷۵» سیالۍ ترسره کړي، «۵۹۲» یې ګولونه وهلي او «۲۳۸» ګول پاسونه یې ورکړي دي.

نړیوالې سیالۍ: میسي ټولې «۱۲۹» نړیوالې سیالۍ ترسره کړي، «۶۵» یې ګولونه وهلي او «۴۰» یې ګول پاسونه ورکړي دي، نوموړی د خپلې ملي لوبډلې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی.

د لیونل میسي ریکارډونه:

لیونل میسي د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په نړیوال جام کې یې دوه واره د سرو زرو توپ (Golden Ball) ګټلی دی.

د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په ټولو کلبي سیالیو کې یې په یو کال کې زیات «۷۹» ګولونه وهلي دي.

په اروپا اتلانو لیګ کې یې ۵ هیټریکونه وهلې دي، چې د کریستیانو رونالډو سره یې ریکارډ مساوي دی.

پنځه د سرو زرو ګولډن توپونه یې ګټلې دي، په اروپا اتلانو لیګ کې درې واره د کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی، څلور واره یې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي خپله کړې، ۹ واره یې د اسپانیا کلب «لا لیګا» اتلولي خپله کړې، شپږ واره یې د اسپانیا جام اتلولي خپله کړې، ۸ واره د اسپانیا سوپر جام ګټونکی دی، د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره یې په ۲۰۰۵م کال کې د شل کلنۍ نه کم ځوانانو نړیوال جام ګټلی دی.

په اروپا اتلانو لیګ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې «۱۰۰» ګولونه یې بشپړ کړي دي، نوموړي په ۲۸ کلنۍ کې دغه ریکارډ خپل کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close