حافظانو ته ډالۍ!

منیب احساس
شوه دي پګړی در آمانت حافظه
درته تبریک دغه عظمت حافظه

کړي دي تکمیل د قرآن دیرش سیپاري
ښکاري ثبوت د لوړ همت حافظه

دغه د رب لوی احسان دی شکریه اوباسه
چي شو نصیب دي سعادت حافظه

ساته له بدرنګیو په سر سپین نښان دي
سپینه لونګی دي دی عزت حافظه

شوله سینه دي له نور ډکه دالله په کلام
پاک قرآن لري ډیر براکت حافظه

ګرم سنګر ساته جانانه درنه هیر چي نشي
وړي شهادت مو تر جنت حافظه

درته منیب احساس وایم یي د ټولني رڼا
لري له ځانه لوی زینت حافظه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د