امریکايي ورځپاڼه: عربي هیوادونه د اسلام پر ضد کرکې ته کار کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا څخه خپرېدونکې مجلې «فارین پالیسي» ویلي، ځیني عربي هیوادونه د اسلام سره کرکه لري او د «اسلام فوبیا» یا «د اسلام څخه د ویرې» افکارو ته وده ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي، یو شمیر عربي هیوادونه چې په هغو کې «سعودي، امارات او مصر» راځي، په غربي نړۍ کې يې د یو لړ سخت دریځو تنظیمونو سره تړونونه کړي تر څو په غرب کې د اسلام پر ضد تعصب ته لمن ووهي.

د ورځپاڼې په نظر د یادو هیوادونو واکمنان پر خپلو هیوادوالو د زور زیاتۍ له امله د نړیوالې ټولنې او حقوقي بنسټونو له لوري تر فشار لاندي دي، له همدې امله دغه حکومتونه خپل سیاسي مخالفین اسلامپاله سخت دریځي او تروریستان بولي او پر وړاندي هر اقدام جایز ګڼي.
د ورځپاڼې په وینا دوی د هغو تنظیمونو سره هم مرسته کوي چې د «اسلام فوبیا» لپاره په غرب کې کار کوي.

د مثال په ډول وروسته تر هغه چې په یمن کې ملکي تلفات زیات شول، د ښځینه فعالانو د نیولو خبرونه د رسنیو سرټکي شول، او په کونسلګري کې دننه جمال خاشجقي (سعودي لیکوال) ووژل شو، سعودي په اروپا او امریکا کې سخت دریځو اړخونو ته پناه یووړه، چې یو مثال یې د اروپا په پارلمان کې د ښې لاسو سخت دریځو غړو سره لیدنه وه.

د سرچینې په وینا د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید په کال ۲۰۱۷ کې د اروپایانو سره د یوې غونډې پر مهال وویل: که ستاسو سیاسي مشران د بشري حقونو، بیان ازادي، ډیموکراسي او نورو پلمو په وجه د وخت سره سمه پرېکړه ونه کړي، داسي ورځ به ژر راشي چې د اروپا څخه به سخت دریځي اسلامپالي او تروریستان په زیات شمیر را ووځي.

د ورځپاڼې د راپور سره سم ځیني عربي حکومتونه په امریکا او اروپا کې هر کال په ملیونونو ډالر پر هغو څیړنیزو او فکري مرکزونو مصرفوي چې سیاسي فشار (لابنګ) واردولای شي او د غربي نړۍ په پلازمینو کې د یادونو هیوادونو سیاسي مخالفین د اسلام پالو سخت دریځو او تروریستانو په نامه سیاستوالو ته ور معرفي کولای شي.

د ورځپاڼې په وینا د څو کلونو په ترڅ کې د لسګونو مرکو وروسته معلومه شوې چې د عربي هیوادونو مستبدو حکومتونو تل په غربي نړۍ کې سخت درځو ښې لاسو ګوندونو او بنسټونو سره اړیکې پالې، دغه هغه بنسټونه دي چې په غرب کې د اسلام پر ضد سخت دریځ افکار لري او په عربي هیوادونو کې د مستبدو حکومتونو ملاتړ کوي.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه په واشنګټن کې د اماراتو سفیر يوسف العتبيه ويلي وه چې سعودي او امارات په خپلو هیوادونو او سیمه کې سیکولر نظامونه جوړول غواړي او د سخت دریځو اسلامپالو مخه نیسي.

دواړه هیوادونه د مصر په شمول د اخوان المسلمین په نامه د هرې جهادي، سیاسي او اصلاحي ډلې پر ضد اقدامات کول خپل سیاست ګرځولی او په نوره نړۍ کې هم د دغو ډلو پر ضد د کرکې پارونې لپاره کار کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

څرګنده خبره ده ، چه اسلامیت په نومو نه بلکه په عقیده او تقوی پوری تړلی دی کله چه خلک مسلمانیږی نومونه یی د کفارو وی مګر هغه مسلمان او کله بیا مسلمانان جه کافر کیږی نومونه یی د مسلمانانو مګر هغوی لکه د عربو د غلامو پاچاهانو به شان کفار څه چه تر کفارو هم بدتره وی