افغانستان

پوهنې وزارت غزني کې د زده کوونکو تلفات غندلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي د جګړې ټول اړخونه باید ملکي تلفاتو او په تېره بیا ښوونیزو بنسټونو ته جدي پام وکړي.

د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت په غزني کې د وړمې ورځې خونړۍ پېښې په تړاو چې پکې ۲۱ زده کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښته خواشيني ښکاره کړې ده.

تېره ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملا نوح بابا پر ښوونځي د دولتي ځواکونو د هوان ور توغول شوې مرمۍ ولګېده، چې پکې څلور تنه زده کوونکي ووژل شول او د دوو ښوونکو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپيان شول.

د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي، دا پېښه په شدت غندي او له ټولو اړخونو جدي هیله لري چې د زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځيو امنیت ته پام وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه غندلې او د جګړې پر ټولو اړخونو يې غږ کړی چې د جګړې پر ځای د سولې لپاره کار وکړي.

د کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې غزني کې د دې خونړۍ پېښې اړوند خواشیني ښکاره شوې او هم د سولې لپاره د هڅو پر ګړندیتوب غږ شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې په غزني، لوګر، پکتیکا او ګڼو نورو ولایتونو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې دولتي ځاکونو ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې او د پوهنې پر مخ يې دروازې تړلې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x