افغانستان

پکتيکا: حکومت د خوشامند ولسوالۍ بازار د نړولو امر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ چارواکو ددې ولسوالۍ د مرکزي بازار د نړولو امر کړی دی.

له پکتيکا ولايت څخه يوې سيمه ييزې سرچينې نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې د خوشامند ولسوالۍ امنيه قومندان څو ورځې وړندې ددې ولسوالۍ د بازار د نړولو امر کړی دی چې خلک يې انديښمن کړي دي.

سرچينه زياتوي چې د خوشامند امنيه قومندان يار محمد شينواري د (پوري کلي) خلکو ته امر کړی دی چې له خپلو تراکتورانو سره ورشي او بازار ونړوي او که څوک حاضر نه شول نو هر سړی به دوه زره افغانۍ او تراکتور والا پنځه زره افغانۍ جريمه کيږي.

نن ټکي اسيا هغه ليک هم ترلاسه کړی دی چې په کې د ولس خلکو ته د خوشامند ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ له لوري ويل شوي تر څو د بازار په نړولو کې برخه واخلي او د غير حاضرۍ په صورت کې يې د نغدي جريمې د ټاکلو يادونه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دولتي ځواکونو ځينې وخت د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د ځينو بازارونو د نړولو امر ورکوي او د ولسي وګړو دوکانونه او شتمنۍ لوټوي.

څو مياشتې وړاندې په غزني ولايت کې هم د افغانستان ځانګړو ځواکونو د ځينې ولسواليو بازارونه نړولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x