ټکنالوژي

فيسبوک افغانستان کې د معلوماتو د تبادلې مرکز جوړوي

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې فيسبوک به په افغانستان کې د کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز ډير ژر فعاله کړي.

د راپورونو له مخې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د فيسبوک کاروونکو د معلوماتو د مصونيت په موخه د فيسبوک شرکت سره د محلي کولو هوکړه ليک لاسليک کړی دی.

ددغې لاسليک په مرسته به په افغانستان کې د فيسبوک کاروونکو د تبادلې هغه مرکز چې پخوا نه يوازې له هيواده بهر و، بلکې د کارونې پرمهال ضعيف او د معلوماتو د مصونيت د شتون ډاډ يې هم نه درلود- اوس په افغانستان کې فعال شي‌.

راپور زياتوي چې په دې سره به د انترنيتي شرکتونو ټول ترافيک په هېواد کې دننه ليږد راليږد پېل کړي او دا به د انترنيت د چټکتيا او د بيو د ټيټوالي لامل وګرځي.

د راپورونو له مخې، افغانستان کې شاوخوا نهه ميليونه خلک انترنيت ته لاسرسی لري، چې د دغه شمېر ډيره برخه يې د ټولنيزو رسنيو او په ځانګړي ډول له فېسبوک څخه کار اخلي.

د يادونې ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ تېر ۱۳۹۷ لمريز کال څو واره وعدې وکړې چې د نوي کال په پېل سره به د انترنيت بيه ۵۰سلنه او يا هم ۳۰سلنه راښکته کړي خو د کاروونکو په وينا د ټيټوالي پرځای د انترنيت بيې لا هم نورې پورته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x