پکتيکا کې يو روغتون په بمونو الوځول شوی

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو روغتون په چاودېدونکو توکو الوځولی دی.

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په برمل ولسوالۍ کې تيره شپه نامعلومو وسله والو يو روغتون په بمونو الوځولی او نړولی يې دی.

ددې ولايت د عامې روغتيا رئيس اسدالله رسولي رسنيو ته ویلي دي چې چاودېدونکي توکي د روغتون په دروازه کې ځای په ځای شوي وو چې تيره شپه شاوخوا يوولس بجې ورته انفجار ورکړل شوی دی.

رسولي ويلي دي چې که څه هم په روغتون کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی خو روغتون يې ويجاړ کړی دی.

هغه وويل چې په ياد روغتون کې د برمل ولسوالۍ د ډېرو ناروغانو تداوي کېدله او د نارينه ډاکټرانو سربيره يوه قابله هم په کې په دنده بوخته وه.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په ځينې سيمو کې د ښوونځيو سربيره کله ناکله په روغتونونو هم د نامعلومو کسانو له لوري بريدونه کیږي خو تر اوسه حکومت د دا ډول خلکو په نيولو او یا هم د ښوونځيو او روغتونو په امنيت او ساتنه کې نه دی بريالی شوی.

تر اوسه په ياد روغتون د بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د