افغانستان

عبدالله: د سولې لپاره یو واحد دریځ ته اړتیا ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، د سولې په روانه پروسه کې د پاشلیو هڅو منسجمول پکار دی او باید له واحد دریځه خبره وشي.

هغه نن کابل کې د توبرکلوز د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دوی هڅه کوي چې تر يوې رهبرۍ لاندې د سولې هڅې را ټولې کړې.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم د افغانانو خپل حق دی او نور څوک په دې اړه د مداخلې حق نه لري.

د حکومت دغه شریک وروسته له هغه د ګډو هڅو او یو دریځ د را پیداکولو اړوند څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ يې له اشرف غني سره یو ځای له عبدرب الرسول سیاف او حامد کرزي سره هم په دې اړه لیدلي و.

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته قطر کې د حامد کرزي په مشرۍ د سیاسي څېرو شاوخوا اتیا کسیز پلاوی له طالبانو سره غونډه ولري.

د چارو شنونکی انجینر نظرمحمد مطمئن وايي، ښايي دې پلاوي کې د حکومت ځینې کسان هم په جزوي شکل او د پلاوي د غړو په توګه برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x