ننګرهار: يو صراف وژل شوی او پوليس ډبول شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې په دوو جلا جلا پيښو کې يو صراف وژل شوی او څو تنه پوليس ډبول شوي دي.

د راپورونو له مخې نن سهار د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو تن صراف د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ويشل شوی دی او بريد ګر له سيمې څخه پلي په تېښته بريالي شوي دي.

که څه هم له تيرو نږدې لسو مياشتو راهيسې په ننګرهار د موټر سايکلو په ګرځېدو بنديز لګېدلی دی خو په هدفي وژنو او بريدونو کې کموالی نه دی راغلی.

نژدې یوه مياشت وړاندې هم د ننګرهار ښار ميا اسلم پلازې مخې ته پلي بريد ګر يو تن وواژه او له سيمې څخه وتښتېده.

د ننګرهار په څېر د افغانستان د پلازمينې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې هدفي وژنې او بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې خلک انديښمن کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د هدفي وژنو د زياتېدو په اړه خلکو حکومت ګرم بللی دی چې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند د جلال اباد د نننۍ وژنې په تړاو په خپله فيسبوکه پاڼه ليکلي.

»د جلال اباد قتلونه موټر سايکل سپرو کول، اوس يې پياده کوي، که ښار کې د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو بنديز ولګول شي هر څه به سم شي«
بل لورته د ننګرهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د پولیسو د تالاشۍ په پوسته کې د پولیسو خپل منځي جګړه کې څو تنه پوليس ټپیان او بې هوشه شوي دی.

راپورونه وايي چې پوليسو په خپل منځ کې له لفظي شخړې وروسته يو بل سر نښتي او د راکټو د مرميو او کونداغونو په واسطه يې يو بل ډبولي دي.

د پوليسو د خپل منځي شخړې له امله څو شيبې ياد سرک هم د ترافيکو پرمخ تړل شوی و.

د ننګرهار ولايت چارواکو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د