د اشرف غني پر «کمپایني سفرونو» نیوکې او د کمیسیون چوپتیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): ټاکنیز ټکټونه ولایتونو ته د اشرف غني سفرونه ټاکنیز کمپاین بولي او ضمناً د ټاکنو کمیسیون چوپتیا ملامتوونکې ګڼي.

د ارګ د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي وايي، اشرف غني تر اوسه ۶۱ ولایتي سفرونه کړي او په وینا يې یوه سفر کې يې هم د ټاکنیز کمپاین یادونه نه ده کړې.

هغه وايي نوموړي ټول سفرونه د «ځينې پروژو» د افتتاح لپاره کړي دي.

په ورته وخت کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماند رحمت الله نبیل د ټیم ویاند عارف کیاني وايي اشرف غني تر وخت مخکې رسمي کمپاین پیل کړی خو د ټاکنو کمیسیون خوله چوپه نیولې.

هغه وايي دا کمیسیون د قانون له مخې باید د اشرف غني تر وخت مخکې ټاکنیز کمپاین مخه ونیسي.

د حنیف اتمر د ډلې ویاند محمد واعظي هم ورته څرګندونې لري، هشت‌صبح وېبپاڼه د هغه له خولې لیکي، اشرف غني د دې پراخو لګښتونو لپاره هیڅ منطقي توجیه نه لري.

د واعظي په خبره غني هڅه کوي چې له دولتي امکاناتو په ګټي په شدت سره ولایتي سفرونه ډېر او ټاکنیز کمپاین ترسره کړي.

څو ورځې وړاندې هم د اشرف غني پر ولایتي سفرونو چې ګڼو کې يې «زړې پروژې» دویم ځل افتتاح کړې ورته نیوکه وشوه، خو د ټاکنو کمیسیون د مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وویل، د نوماندانو تر نهايي لیست وړاندې له دوی سره ټول د احتمالي نوماندانو په توګه ثبت دي او منډې ترړې يې ټاکنیز کمپاین نه‌شي بللی.

خو پر ټاکنیز بهیر د څارونکي بنسټ مشر حبیب الله شینواری وايي د ټاکنو کمیسیو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید اشرف غني ته خبرداری ورکړي او له دولتي امکاناتو په ګټې تر وخت مخکې کمپاین يې باید وځنډول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د