افغانستان

زاخېلوال: بین الافغاني مذاکراتو کې سوله تر بل هر وخت شونې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان د افغانستان مخکينی سفیر حضرت عمر زاخېلوال لیکي، د بین الافغاني مذاکرتو په پایله کې د بل هر وخت په پرتله اوس سوله ډېره شونې ده.

هغه د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او سرور دانش د ګډې ناستې تصویر سره لیکلي، دا فرصت تل منتظر نه‌شي پاتې کېدلی.

زاخېلوال لیکلي: «د صادقانه بین الافغانی مذاکراتو (‌‌‌‌‌‌ډایلوګ) په نتیجه کې چې شفاف، همه شموله د ملي تفاهم او ملي یووالي پر بنسټ وي سوله د هر بل وخت په پرتله اوس ‌‌‌‌‌‌ډیره شونې بریښي.»

د هغه په خبره د سولې د فرصت دا کړکۍ چې د ملي ډیالوګ لپاره پرانیستل شوې، تل همداسې پرانیستې نه‌شي پاتې کېدلی «له نوموړي فرصت څخه پر خپل وخت اغیزمنه ګټه اخیستل ملي مسولیت دی.»

نن اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم وویل، چې د سولې لپاره هڅې باید منسجمې او په وینا يې د واحد دریځ پر درلودلو تر «یوه رهبري» لاندې پر مخ یووړل شي.

حامد کرزی د هغه پلاوي په سر کې دی، چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته قطر کې له طالبانو سره د مسکو په څېر یوه بله بین الافغاني غونډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

هییییی شوده ګانو ؛ تاسی داسی آموخته شوی ياست چی د خپل څو ورځو عيش او شيطانت لپاره هرڅی منی خو حقيقت نشی منلای ، هغه داچی دا فکرونه مو د سره وباسی چی داسی يو وخت به راشی چی تاسو غوندی خرڅ شوی دی د پاکو او موئمنو مجاهدو سره په يوه غونډه کی ناست واوسی او د دين او د دی کړيدلی ولس لپاره ګډ تصاميم ونيسی . تاسی ډير احمق ياست تاسوته اسلامی نظام هم ټوکی ښکاری ، اسلامی نظام په مفسدينو نشی راتلای سربيره پردی چی تاسی ټوله هم په پوهيږی چی په ټولو د طالبانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx