
اوه کاله وروسته، د پنجرو تر شا د لور او پلار لومړی دیدن
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): محب الله محب هغه ځوان دی چې له کلونو راهیسې کابل کې زنداني دی، هغه پر خپله فیسبوکپاڼه داسې تصویر خپور کړی چې ګڼ زړونه يې دردولي دی.
محب لیکلي، کله چې زنداني کېده، لور يې یوازې د شپږو میاشتو وه، خو اوه کاله وروسته يې دیدن ته راغلې.
هغه پر خپله فیسبوکپاڼه د یو ماشوم او ماشومې هغه تصویر خپور کړی، چې د پنجرو له بلې خوا په را وتلو سترګو د خپل زنداني پلار ننداره کوي.
محب لیکلي: «نن می ماشومه لور وروسته داووه کاله شپږو میاشتو ملاقات ته راغلې وه کله چې بندي شوی وم بیامې نه وه لیدلې هغه وخت کې د شپږومیاشتو رانه پاته شوې وه!»
تصویر کې ښکارېږي چې ماشومې د پنجرو تر اوسپنیو لاسونه را ګرځولي او خپل پلار ته له حیرته په ډک انداز ګوري.
محب نه دي لیکلي، چې کوم زندان کې دی او پر څهشي نیول شوی، دوسیه يې تر کومه رسېدلې او د خلاصېدو هیله يې څومره ده، خو فیسبوک کې له خپاره کړو موادو يې ښکاري چې ښايي وسلهوال جنګیالی به و.
هغه د پنجرو مخ ته هم له خپلې دې نالیدلې پایوازې سره تصویر اخیستی او پر فیسبوک يې خپور کړی، چې تبصرو کې نږدې ټولو مبصرینو د جګړې د پای غوښتنه کړې او د سولې د روانې پروسې د ملاتړ غږ يې کړی دی.
دوی دا د روانې جګړې د وحشت یوه کوچنۍ نمونه یاده کړې او پر حکومت يې غږ کړی چې د څو محدودو کسانو په خاطر د سولې د روانې پروسې پر وړاندې خنډ نهشي.