
ولسمشریزې ټاکنې؛ د نوماندانو د اسنادو څېړلو ته کمېټه جوړه شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د اسنادو د څېړلو لپاره يې کمېټه جوړه کړې ده.
د دې کمیسیون کمېشنر محمد قاسم الیاسي وايي وړاندې تر دې يې دا ستونزه درلوده چې کمېټه نه وه جوړه شوې، د دې تر څنګ ورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځینو نوماندانو اسناد پوره نه و لېږلي.
د اساسي قانون د ۶۲ مادې له مخې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ په شرایطو کې دا هم ویل شوي چې نوماند باید پر «بشر ضد جرمونو او جنایت» محکوم شوی نه وي.
نوماند باید څلوېښت کاله عمر پوره کړی وي او له افغانستان پرته د بل هېواد تابعیت ونه لري.
ولسمشریزو ټاکنو ته ټول ۱۸ تنه نوماند شوي دي چې ګلبدین حکمتیار هم پکې شامل دی، د هغه په اړه څه موده وړاندې یوناما وویل چې شکایتونه يې تر لاسه کړي او د محاکمې غوښتنه يې شوې، خو ښاغلي حکمتیار دا د «مغرضو کړیو» کار وګاڼه.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د نوماندانو د وروستي لیست اعلان به وخت ونیسي، خو سره له اوسه محمد اشرف غني پر دې تورن دی چې له دولتي امکاناتو په ګټې ولایتونو کې د زړو پروژو د بیا پرانیستې په پلمه کمپايني سفرونه کوي.
د دوی ټولو مسابقه به پدی وی چی يو تر بل ځان امريکا ته ورنيژدی کړی او ښه او وفاداره مزدور ځان ور وښيی .
چی دا واری امريکايی وزير د کوم غلام پرسرلاس تيروی .