نړۍ

قطر پر جنرال دوستم د طالبانو برید «مجرمانه کړنه» بللې

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د قطر هیواد د افغانستان په بلخ ولایت کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال دوستم د طالبانو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د هغه د «سیاسي وژنې یوه ناکامه هڅه» بللې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، «د قطر هیواد د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د وژنې هڅه په کلکو ټکو غندي».

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د قطر هیواد ته «سخت دریځي او تروریزم» که په هره وجه وي، د منلو وړ نه دی.

قطر پر عبدالرشید دوستم برید یو «مجرمانه عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې هر چا په دغه برید کې لاس لرلی وي باید ژر تر ژره ټینګ او محکمه شي.

د یادونې ده چې طالبانو وروسته تر هغه پر جنرال دوستم برید وکړ کله چې نوموړي په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د ځپلو لپاره څرګندونې وکړې او ویل یې چې په شمالي ولایتونو کې که د طالبانو مخنیوی ونه کړي، نو مخ دې تور شي.

د طالبانو ویاند تېره ورځ ناوخته رسنیو ته په یوه لنډ پيغام کې ددغه برید مسؤولیت په غاړه واخیست او وې ویل، د جنرال دوستم پر کاروان په برید کې یو ټانګ او یو رینجر ویجاړ شوی او د هغه څلور ساتونکي وژل شوي، ۶ ټپیان دي.

قطر هیواد په داسي وخت کې پر جنرال دوستم برید غندي چې تمه ده په نیژدې راتلونکې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یوه لویه غونډه جوړه کړي او همداسي يې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو کوربه توب هم کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې قطر هیواد به خپل ټول وس وکړي تر څو په افغانستان کې تلپاتې سوله را منځته شي او د افغانانو د ثبات، پرمختګ او سوکالي هیله پوره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دا لمړی ځل او د ګود شیطان ( خلیلزاد ) په پټو هڅو ترسره شوی ، د خلیج باچاهان په خپلو خلکو پاجاهان مګر د انګریزانو ( امریکایانو ) غلامان دی استخبارات یی د اتګریزانو له خوا قومانده ورکول کیږی اوس هم په قطر کی د امریکا لوی بیس شتون لری، ممکن قطر ته ویل شوی چه د طالبانو سره د سعودی او اماراتو به شان چلند وکړی تر څو طالبانو باندی جبرا خپلی غوښتنی ومنی چه هغه د کابل د غلامی اداری سره اوربند او روغه جوړه ده .. په کار دا وه چه د دوستم په شان خبیثان… نور لوستل »

غمی،پښتین

مجاهد ته. له الله ج څخه وډار شه.د ستا تبصری داسی دی چه په اور باندی نور هم پطرول اچوی جنګ نور هم اوږدوی. په خپله د بچیانو سره په لندن ښار کی ناست مزی کوی.او طالیبانو ته د جنګ ډمبکی وهی ،او جنګ تودوی. ته څوک یی چه د قتل او ژوند رایه طالیبانو ته ورک کوی؟ګوتی به د ماتی شی چه د سوله په باره کی څه ولیکی؟ ایا د طالیبانو ماشومانو ته غواړه ګوله ډوډی خوند نه ورکوی؟ایا دوی د په سوله کی د ژوند حق نه لری؟بی له جنګ نه بل څه کی جنت نشته؟ ستا… نور لوستل »

حکیمي

پښتین خانه غوړې ګولې خوموډېرې اوخوړې اوس به لیږ حساب کتاب هم سره وکړو که څنګه

غوربندي

دا غندنه د غندلو وړ ده،،، دا به ښایي د اردوغان له خوا ورته ویلي شوي وي.

قطر دې د همدې ګوډاګیانو ړندې چاپې او بمباری هم وغندي.

جلال

زما باور نه رازی چی قطر دونه بی عقل او سپک شیوی به وی. که دا خبر رشتیا وی، نو غته بد یی کری دی. اعوذبالله

حکیمي

کله چي تیرکال سعودي اواماراتو قطر محاصره کړ او دنظامي بریدتابیایې ونیوله نو ترکیې هیواد خپل سرتیري دقطردساتنیې لپاره ولیږل او قطریې دشیوخوله ښکاره خلاص کړ
داچي دوستم دامریکاترڅنګ دترکیې هم پوخ جاسوس ده کیدای شي قطربه دترک دخوشالولولپاره داډرته ویشتلې وي
خوپه هرحال قطر هم یومجبورخېل ده که څه هم افغانان ورته دسولیزوهڅوپه خاطر په درنه سترګه ګوري
دوۍ دافکربایدوکړي چي دوستم عملادجنګ میدان ته داخلیږي اوحتما به وژل کیږي بایدهم ووژ ل سي په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي

جلال

ان شآءالله

masoom

د قطر هیواد دا څرګندونه دا ښایې چې صحیح تلپاتې سوله په افغانستان کې رانشي یعني قطر یې هم نه غواړی یا یې شاید د ترکیه په خوله دا خبره کړی وی
دا ځکه چې دوستم د ترکیې زوﺉ ده

جلال

دا چی دوستم غوندی یو دیر بدنام جنایتکار، د تركيى جاسوس وى، اصلا ترکیی ته چی اوس مسلمانانو تر مینز دیر محبوبیت پیدا کری دی، دیر د شرم او بیحیثیتی زای به وی.

حکیمي

دادترکیې هیواد اعلامیه ده چي د خپل ترنظامي نفوذلاندې هیواد قطر له آدرسه یې خپره کړه کټ مټ لکه درباني زوی چي شمالي کوریاته داټومي وسلې په سراخطارونه ورکول ترکان غواړي چي ددوستم حیثیت اعاده شي خو دوستم بې چاره اصلا حیثیت نه لري ددوستم حیثیت هعه وخت لاخراب شوچي خپل دکالونو ملګری اومرستیال باندې یې جنسي تیری وکړ ایشچي یې شاوخوالس ورځې په داسې حال کې بندي کړچي دایشچي په وینا پرتوګ یې هم ترې ایستلی وو که څه هم دطالبانو ویاند اوس په مطبوعاتي ناندریوکې ځان ډیر نه ښکېل کوي خو ددوستم دشخصیت په باره کې باید نړۍ… نور لوستل »

جميل

په نورو ځايو کی می دا خبر تر سترګو نه شو .
که قطر د طالبانو مخالف لوری ته واوړی او دا ډول څرګندونی وکړی د دی تاوان به قطر تاوانی کړی .
د افغانانو هيله او توکل پر خپل خالق وه او ده په تيره بيا د دی مظلوم او زوريدلی موئمن ولس اصيل بچيان او د دی خلکو اصيل استازی ، ژغورونکی او ساتونکی طالبان به له دی سپکو په خبرو سپک نشی .

غ.حضرت

د دوستم د وژلو د پلان د څرنګوالی کیسه او سناریو دومره ساده هم نده چي ځینی کسان ئې فکر کوی دا یوه پېچلې مسئله ده چي ډېر تاریک کونجونه به ئې ډېر وروسته را ښکاره یا اصلاً همداسی تاریک پاتی شی. د قطر لخوا ددې وژنی د هڅی غندنی دومره حساسیتونه او پوښتنی راپارولی دی نو قیاس دی وشی چي د پردې شاته به نور څه مرموز داستانونه پراته وی. بله پوښتنه چي ما غوندی حیران کس ذهن ئې را مشغول کړیدی داده چي: قطر ددې اقدام ( د اقدام د ښه والی یا بدوالی سره دا ګړی تماس… نور لوستل »

بسم الله

په جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی ، بیا دا نړیواله جګړه خو د حق او باطل اخری جګړو ته نزدی جګړه ده، د دوستم، کرزی، غنی سیاف او نورو په شان خبیثانو د مرګ وسی او هڅی خو به خامخا کیږی او هغوی به د طالب مشرانو د وژلو هڅی لری دا معمول خبره ده. دا هم حیرانوونکی نه ده په میدیا کی هم دواړه خواوی شتون لری باطلپرستان او حق پرستان د خپلو اړخونو تایید او د بل تردید کوی ( که یی نه کوی بیا خو به مړه وی او د کوم دلیل له مخی به شتون… نور لوستل »

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx