ورزش

محمد نبي د ډيويليئرز په ګډون په يوه لوبه کې څلور ويکټې واخيستې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د هند په غوره ليګ کې د حيدر اباد او بنګلور لوبډلو ترمنځ په ننۍ سيالۍ کې محمد نبي چې د آی پي ايل په دولسم پړاو سياليو کې يې لومړۍ لوبه ترسره کوله د ای بي ډيويليئرز سترې ويکټې په شمول «۴» ويکټې واخيستې.

په دغه سيالۍ کې چې لومړی توپوهنه د راشد او نبي لوبډلې وکړه، جوني بيرسټو او ډيويډ وارنر په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، دواړو لوبغاړو سليزې ووهلې او سيال لوبډلې ته يې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۲۳۱ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې د بنګلور لوبډلې غوښتل چټک پېل وکړي خو محمد نبي د خپل لومړي اور په وروستي توپ ويکټه واخيسته، د دويم اور په لومړي توپ يې دويمه ويکټه واخيسته، خو په بل توپ يې هيټريک ميس کړ.

ډيويليئرز چې په نړيواله کچه منونکی توپوهونکی دی غوښتل پر محمد نبي شپږيزه ووهي خو بولډ اوټ شو، او په دريم اور کې يې څلورمه ويکټه هم وسوځوله، چې په دې سره يې په ۴ اورونو کې د ۱۱ منډو په بدل کې ۴ ويکټې واخيستې، يو لوبغاړی يې رن اوټ کړ او بل يې سټم ميس شو.

د بنګلور لوبډلې د ستر هدف بشپړولو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يوازې ۱۱۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زياتې ۳۷ منډې ګرانډهومې جوړې کړې.

همدا ډول راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې خو په کومه ويکټه اخيستلو بريالی نه شو، خو نوموړي يو لوبغاړی رن اوټ کړ.

د ننۍ غوره لوبغاړی جوني بيرسټو ونومول شو، نوموړي د ۷ شپږيزو او ۱۲ څلوريزو په مرسته ۱۱۴ منډې جوړې کړې، بنګلور لوبډلې يوازې د بيرسټو منډې هم بشپړې نشوې کړای او د ۱۱۸ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x