افغانستان

منظور پښتين: پاکستان پښتانه له خپل تاريخ څخه ناخبره ساتي

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې پاکستان پښتانه له خپل تاريخ څخه ناخبره ساتي او په تعليمي نصاب کې د پښتنو د تاريخ او ددوی د مشرانو هيڅ يادونه نه ده شوې.

منظور پښتين نن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په غونډه کې وويل چې له کلونو په پاکستان کې له کلونو راهيسې له پښتو سره ظلم روان دی او حقوق يې تروړل کيږي.

هغه په ننۍ غونډه کې يو ځل بيا د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو له پاره غږ پورته کړی او زياته کړې يې ده چې د پاکستان حکومت په لوی لاس غواړي چې پښتانه له خپل تاريخ او جغرافيې څخه ناخبره وساتي او حقونه يې تر پښو لاندې کړي.

د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو ترڅنګ ګڼو خلکو ګډون کړی و او د تري تم شويو او ورکو پښتنو د خلاصون او راپيدا کېدو غوښتنه يې کوله.

لوڼي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی و د روان کال د فرورۍ په دويمه نېټه د بلوچستان ايالت د لورالايي سيمه کې د پاکستاني پوليسو له لوري هغه مهال ووژل شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له نورو غړو سره یو ځای په لاريون راوتلي وو.

د هغه له وژل کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د نوموړي د وژنې د موضوع په اړه يې د پاکستان له حکومت څخه د راپور ورکولو غوښتنه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پښتنو د مړو څلويښتی له کومی کړلی ، دا پښتون د پښتنو تاريخ د مړو په څلويښتيو را ژوندی کوی ؟

غ.حضرت

پښتین شریکه! تاریخ مګر د شلومبو غړکه ده چي یو څوک ئې د بل چا څخه پټه وساتلای شی؟
نن سبا خو اصلاً دا کار ناممکن دی.
زه ملنګ به ستا او ستاسی سره کومه ورځ مفصل وږغېږم او داسی عجائبی به رانه واورې چه په اورېدو به ئې ستا یا ستاسی رخچینی یا تر دې هم سرې او یا بیخی زرغونې سی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x