روغتیا

یوه «۷۱» کلنه ښځه چې په ټول عمر یې د درد احساس نه دی کړی- ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): په نړۍ کې تر دې مهاله یوازې دوه داسې ناروغان موندل شوي چې د هیڅ درد او تکلیف احساس نه کوي، بلکې په میراثي ډول له هر ذهني فشار، خپګان او تشویش څخه ژغورل شوي وي.

د سکاټ لینډ هېواد «۷۱» کلنه ښځه «جو کیمرون» یو له یادو دوه ناروغانو څخه ده چې په ټول عمر یې د درد یا تکلیف احساس نه دی کړی.

جو کیمرون ته ددغې نادره ناروغۍ احساس هغه وخت وشو چې د نوموړې د لاس یو اوږد عملیات ترسره شول خو دېته د درد ارامولو هیڅ ډوله ګولۍ ورنکړل شوې، د ډاکټرانو په وینا پرې د څو ورځو لپاره د درد ګولۍ منع شوې وې، او نوموړې ت ویل شوي وو چې د درد زغم به کوي، خو نوموړې په یاده موده کې هیڅ د درد احساس ونکړ.

له دغې پېښې وروسته د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د جو کیمرون معاینې ترسره کړې، په معاینو کې څرګنده شوه چې نوموړې د یوه ارثي کیفیت ښکار شوې ده، چې دماغو ته د درد، رویې او یاداښت خبر نه ورکوي چې له کبله یې انسان ته هیڅ د درد احساس نه کیږي.

د یادې ښځې د ګوتو او نور بدن هډوکي د اوسټیو آرترایټس ناروغۍ له کبله کاږه شوي وو خو د درد احساس نه شتون له کبله ښځې بې پروایي کړې وه، چې وروسته یې د تګ راتګ توان نه درلود او غبرګ عملیات یې ترسره شول، خو د هډوکو له عملیاتو وروسته هم ښځې د درد احساس نه کاوه بلکې یوازې پر دوه عامو پراسټامول ګولۍ ګوزاره کوله.

د جو کیمرون په وینا چې د اولاد زیږولو پرمهال یې هم هیڅ د درد احساس نه دی کړی، همدا ډول یې په اشپز خانه کې په اور څو څو واره لاس سوځېدلی خو د سوځ هیڅ احساس یې نه دی کړی.

د نوموړې په وینا چې دې هیڅکه غم نه دی کړی او نه هم په خپګان یا ډپریشن کې اخته شوې، خو د هډوکو نارغیو پرمهال چې د درد احساس یې نه کاوه بالاخره د تګ راتګ څخه وغورځېده. جو کیمرون زیاتوي چې د ژوند لپاره د درد احساس اړین دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

په پورته لیکنه کی دا جمله تر سترګو کیږی چي په نړۍ کی فقط دوه کسان پدې ناروغۍ اخته دی. څلوېښت پنځوس کاله مخکی هم دا ډول عجیب موجودات ګرځېده منتهی په بله بڼه. د کندهار د ښار د ختیځی برخی په دِه خواجه نومی سیمه کی دوه سوه درې داسی جاهل پای لوچان اوسېدل چي د ځان د ټینګښت او مقاومت د اثبات لپاره به ئې پر لاسونو سرې سکروټی ایښوولې او د غوائي زامنو به کوم فزیکی عکس العمل نه ښکاره کاوه البته د درد احساس ئې هم کاوه خو ځانونه به ئې ټینګ نیولی وه.دې ته وائي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x