افغانستان

استرالیا، پاکستان ته د یو ورځنیو لوبلړۍ کې په پنځه-صفر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او استرالیا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د استرالیا په ګټه په پنځه-صفر پای ته ورسیده.

استرالیا لوبډله چې له دې وړاندې یې د هندوستان لوبډلې ته په هند کې په پنځه یو ورځنۍ سیالیو لوبلړۍ کې په درې-دوه ماتې ورکړې وه چې اوس یې پاکستان ته هم ماتې ورکړه او پرلپسې ۸ سیالۍ یې وګټلې.

په وروستۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د استرالیا لوبډلې وکړه چې یو وار بیا آرون فینچ او عثمان خواجه په زړه پورې د «۱۳۴» منډو ملګرتیا وکړه، عثمان خواجه ۹۸ او فینچ ۵۳ منډې جوړې کړې، ددوی ترڅنګ د میکسویل چټکو ۷۰ منډو پاکستان ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۲۸ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې پاکستان لوبډلې د حارث سهیل په سلیزه هم ټاکلی هدف بشپړ نه کړ، چې په ۵۰ اورونو کې یې ۳۰۷ منډې جوړې کړې او د ۲۰ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه، ددوی لخوا حارث سهیل ۱۳۰، عمر اکمل ۴۳، شان مسعود او عماد وسیم ۵۰-۵۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان او استرالیا ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې آرون فینچ غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړیي په ۱۱۲.۷۵ غوره اوسط سره ټولې ۴۵۱ منډې جوړې کړې، فینچ لومړی استرالیاوی لوبغاړی شو په پنځه یو ورځنیو لوبلړۍ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوي.

دده سربېره ګلین میکسویل د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي په ۳۳ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۷۰ چټکې منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې په لومړۍ او دویمه سیالۍ کې استرالیا پاکستان ته د ۸-۸ ویکټو په توپیر، په دریمه سیالۍ کې د ۸۰ منډو په توپیر، څلورمه سیالۍ کې د ۶ منډو او په وروستۍ لوبه کې د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x