افغانستانخبرونه

ملي امنیت شورا د پخوانۍ رهبرۍ لاسته راوړنې په خپل نامه خپروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند «قادرشاه» د ملي امنیت شوراء تورنوي چې د پخوانۍ رهبرۍ لاسته راوړنې د امتیاز اخستلو په موخه ددوهم ځل لپاره په خپل نامه خپروي.

قادرشاه چې اوس د حنیف اتمر د رسنیو د دفتر مشر دی؛ په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «نن ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا محترم دفتر یوه اعلامیه خپره کړي، دوی ادعا کوي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ امنیتي کمیسیون ایجاد شو؛ دا ډول خبرونه پرته له کاذبو لاسته راوړنو او کمپايني کړنو نور هیڅ هم نه دي ».

نوموړی وړاندې زیاتوي « د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ امنیتي کمیسیون شاوخوا دوه کاله وړاندې ایجاد شوی. دوه پر له پسې غونډې یې په ازبکستان کې تر سره شوې او ټاکل شوې وه، چې دریمه غونډه یې په کابل کې و نیول شي».

https://web.facebook.com/permalink.php?story_fbid=2277995345781019&id=100007117275104

قادرشاه د رسنیو د راپورونو هغه انځورونه هم خپاره کړي چې ښيي د افغانستان او ازبکستان تر منځ امنیتي کمېسیونونه دوه کاله وړاندې جوړ شوي.

قادرشاه د ملي امنیت شورا دا ا ډول کړنې تقلب او جعل کاري بولي او  په وینا یې ، د پروژو له تکراري پرانیستنو وروسته په بهرني سیاسیت او امنیتي دیپلوماسۍ کې هم تقلب او جعل کاري روانه ده.

یاده دې وي چې د ملي امنیت شورا داسې مهال زړې لاسته راوړنې په خپل نامه خپروي چې ددې شورا سلاکار «حمدالله محب» د بهرنیانو په مهمو  ناستو کې نه پرېښودل کېږي، تېره ورځ ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل  چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ میلر» نوموړي  خپل حضور ته نه دی منلی او اجازه یې  نه ده ورکړې څو له وزیرانو سره د مېلر په ناسته کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x