افغانستانخبرونهنړۍ

زرګونه فاطمیون عسکر له سوریې وروسته د افغانستان په لور

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د فاطمیون ډلې زرګونه هغه عسکر چې په سوریه کې د ایران پلوي رژیم د دفاع لپاره جنګېدل اوس بېرته افغانستان ته راستنه شوي.

دغه عسکر چې ډېره برخه یې هزاره توکمه افغانان دي له ایران څخه په داوطلبانه ډول او یا هم د زور په مټ د سوریې جګړې ته لېږل شوي وو، چې افغانستان ته بېرته راګرځېدلو یې؛  اندېښني راپورته کړې.

امریکايي رسنۍ  «ایسوشیېټيد پریس» له داسې څو کسانو سره مرکې کړې چې افغانستان ته تازه راستانه شوي،  مهدي یو له همدې کسانو څخه دی چې په اوولس کلنی کې اروپا ته د تګ په نیت ایران ته تللی وو خو له هماغه ځایه د سوریې جګړې ته لېږل شوی وو، مهدي په وینا ؛ د زیاتو پيسو د ورکړې وعدو  دی  وهڅاوه څو په تهران کې سوریې ته د لېږل کېدونکو کسانو په نوملړ کې ځان ور اضافه کړي او وروسته د یزد له ښار څخه سوریې ته روان شي.

د مهدي په قول افغانستان ورته خوندی نه دی،  ټول ورته د ترورستانو په سترګه ګوري او له  حکومت، داعش او استخباراتو ویره لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي اسوشیېټيډ پریس ته د زرګونو فاطمیون عسکرو بیرته راستنېدل تائیدوي  او په وینا یې « په سوریه کې د ایران په خوښه څه باندې «۱۵۰۰۰» عسکر د بشار الاسد د رژیم د دفاع لپاره جنګېږي چې د هغوی له ډلې شاوخوا  «۱۰۰۰۰» یې بېرته افغانستان ته ستانه شوي».

د نوموړي په خبره « یاد عسکر لا هم د ایران له لوري اداره کېږي او  ایران کولای شي  دوی د افغانستان په مختلفو نقاطو کې د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره وکاروي».

د کارپوهانو په وینا، د افغانستان په حساسو شرایطو کې د فاطمیون ډلې راستېدل به د افغانستان امنیتي ستونزې لا هم زیاتې کړې او ډېر احتمال لیدل کېږي چې ایران به د فاطمیون ملېشې د «افغان شیعه ګانو» په ملاتړ د طالبانو او داعش په وړاندې وکاروي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې څرګندوله یې «ایران افغان مهاجر په زور  د سوریې د جګړې ډګر ته لېږي او د بشارالاسد د رژیم د فاع لپاره یې جنګوي».

د افغانستان د بهرنیو چارو  وزارت هر ځل ادعا کړې چې یادې اندېښنې یې د ایران له حکومت سره شریکې کړې او ژر به دا لړۍ ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x