افغانستانخبرونه

تر نیمايي زیات افغانان له «بېوزلۍ» کړېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د معلوماتو او احصائیې د ملي ادارې نوی راپور ښيي چې؛ څه باندې ۵۲ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
یاده اداره وايي؛ د افغانانو ژوند یې هر اړخیز ارزولی او هغه څوک یې «بیوزله» شمېرلی چې میاشتنی عاید یې تر ۳۰ ډالرو کم وي.
ددې ادارې مشر «جاوید رسولي» تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل «د افغانستان څه باندې ۵۲ سلنه خلګ په هر اړخیزه بېوزلۍ کې ژوند کوي او له محرومیتونو سره مخ دي».
د رسولي په وینا؛ یاده سلنه د ټول افغانستان په سطحه ده خو؛ د ولایتونو په کچه فقر بیا توپیر لري په ځینو ولایتونو کې فقر کم دی او ځیني نور بیا فقر ډېر ځپلي.
رسولي؛ کابل هغه ولایت یادوي چې د فقر کچه پکې کمه او بادغیس بیا د ټول افغانستان په کچه خوار ولایت دی چې «۸۵» سلنه وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
یاده دې وې چې د ګډ حکومت له پيل سره سم په افغانستان کې د بې کارۍ او فقر کچه لوړه شوې؛ د ګډ حکومت مشر که څه هم د اقتصاد رغولو له شعار سره ولسمشرۍ ته رسېدلی خو په دوره کې یې افغانان تر بل هر وخت ډېر بېوزلي شوي او په بیا بیا داسې راپورونه ورکول شوي چې ښيي؛ خلګ د فقر له امله د خپلو اولادونو پلورلو ته مجبوره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x