افغانستانخبرونهنړۍ

حبیب بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان اړوند تر ټولو ستر بانک «حبیب بانک» په افغانستان کې تر پنځلس کلن فعالیت وروسته تړل کېږي.
دغه بانک چې په «۲۰۰۴» کال کې یې په کار پیل کړی وو؛ په راتلونکو څو میاشتو کې خپل فعالیتونه محدودوي او د روان کال تر پایه به په بشپړ ډول وتړل شي.
د حبیب بانک د رسنیو مسئول ویلي، دا کار د افغانستان د مرکزي بانک «دافغانستان بانک» سره په همغږۍ په مخ وړي.
د یاد بانک له مرکزي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې؛ حبیب بانک نور له خلګو پیسې نه اخلي او خلګ دې د روان کال د جون میاشتې تر لسمې نېټې خپلې پیسې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x