افغانستانخبرونه

د دوحې بین الافغاني ناستې ته د بلل شویو کسانو احتمالي نوملړ نشر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل):   د قطر بین الافغاني ناسته چې د خپل ډول دوهمه تر ټولو ستره ناسته ده ؛ تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د قطر په پلازمینه «دوحه» کې وشي

دغه ناسته چې د مسکو د بین الافغاني ناستې په تعقیب جوړېږي؛د طالبانو د مهمو مشرانو په شمول ګڼ شمېر افغان سیاستوال، مدني فعالان، ژورنالستان او  بهر مېشتي افغانان پکې ګډون کوي.

«نن ټکي اسیا» ته د رسیدلي احتمالي نوملړ په اساس په یاده غونډه کې له بېلابېلو قشرونو  «۱۹۹» کسان ګډون کوي چې مهم یې په لاندې ډول دي.

د مسکو د تېرې غونډې د ګډونوالو له ډلې:

حامدکرزی، تورن اسماعیل خان، عطاء محمد نور، یونس قانوني، قطب الدین هلال، حنیف اتمر ، لطیف پدرام، حکمت خلیل کرزی،  عبدالسلام ضعیف، استاد زمان مزمل او …

د هغو کسانو له ډلې چې د مسکو په غونډه کې یې شتون نه درلود:

باتور دوستم، حامد ګیلاني، حبیب الرحمن سیاف، محمد ناطقي، اصف محسني او …

د افغان سیاستوالو او ټولنو د مشرانو له ډلې:

فاروق اعظم، حاجي فرید، جمعه خان همدرد، محمد اصف صمیم،  غلام فاروق وردګ،  ډاکتر نورالحبیب نثار،  سید محمد طیب اغا، مولوي عبدالحمید حماسي او …

د ژورنالستانو، شنونکو  او بهر مېشتو افغانانو له منځه:

امام الدین صافي، حفیظ الدین پیرزاده، شفیع اعظم، ذاکر جلالي، عثمان برهان، حسن حقیار، خیرالله شینواری او …

د مېرمنو له ډلې:

ساهره شریف، حمیره حقمل، ارین یون، فاطمه ګیلاني،صوفیه عمر او …

د طالبانو له لوري:

عباس ستانکزی،  عبدالسلام حنفي، امیرخان متقي، مولوي ضیاء الرحمن مدني، شیخ شهاب الدین دلاور، شیخ سید رسول حلیم، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه،  عبدالمنان عمري، مطیع الحق خالص، عبدالاحد جهانګیروال او …

یاده دې وي چې په یاد نوملړ کې د روزګان د خلګو  وکیل «عبیدالله بارکزي» نوم هم لیدل کېږي چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د نامعلومه وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو.

بشپړ لیست پر لاندي ادرس موندلای شئ:

List participants for Doha Talks

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته لیست په هکله دوه درې ټکی: ۱- تعداد ئې د عبدالحق( حاجی مُلا) د زوی د سُنتۍ په مراسمو کی د ګډونوالو په اندازه دی. ۲-که هر ګډون کوونکی پنځه پنځه دقیقې وږغیږی نو ټولټال کیږی شپاړس ساعته، مانا عمومی رخصتی او مانا غوړ لوښی پر میدان او کار پاته، او که یو د بل سره د غیږی روغبړونه ( د …… په شمول) هم تر سره سی نو کیسه ورسېده درو ورځو ته. ۳- د سیاسی تاریخ عجیب ترینه غونډه ده، د مشروع او نړیوالو ټولو ټولنو لخوا په رسمیت پېژندل سوی حکومت او دولت منسوبین پکی… نور لوستل »

حکیمي

مختلف جهتونه اوڅېرې زماخوپه سترګوداوښکوپردې راغلې نورڅه نشم لیکلی
خودیوه ازادخپلواک او اسلامي افغانستان په هیله

پتنګ

حکیمی صیب احساسات د ې دقدر وړ دي الله د سوله راولي خو زه يو ه نا ارامي حس کوم او هغه داده چې اکسریت یې لنډغر او زاړه جنایتکاران دي او دغسې غونډه امریکایانو قصدي مخته اچولې چې په مذاکراتو کې د طالبانو لوری کمزوری کړي ، له تاسیر او سیوري لاندې یې را ولي ! زه یو څه وېره لرم خو الله پاک د طالبانو ته استقامت ، کلک دیانت ، کلکه عقیده ورکړي او بېله دې چې له تاسیره او سیوري لاندې راشي ، خپله تګلاره مخ ته بوزي او تر تاسیر لاندې را نشي !!

زبیر

د عبدالحمید حماسي , طیب آغا , حاجي فرید , فاروق وردګ او فاروق اعظم په شان اشخاصو شتون پدې ناسته کې ډېر هیله بښونکی دی.

جميل

د امريکا له خوا قبول شوی د کابل په ليست کی ډير غلامان او قسم خوړلی د دين دښمنان شتون لری ، دا بګيل ګيدړی او چغالان به په کوم جرئت او همت د زمرو سره خبری او مذاکرات وکړی دوی به خامخا دا فکر کړی وی چی ګوندی د الله(ج) زمريان به دا د کفارو وفا داره بندی غلامان هم په آزادو زمريانو کی وشميری ههههه . که مخلصه او صادقه طالبان دا فکر کوی چی ګوندی دا بګيل غلامان او دا نور د الله(ج) ، د رسول الله(ص) او د دی غيرتی ولس رټل شوی غداران به توبه… نور لوستل »

احمد

جميل خانه وروره په خوله د او په ژوند د برکټ

پتنګ

هو ګرانه دا وېره زه هم لرمه ! الله دفضل وکړي !

عبدالمالک همت

په دې ليست کي داسي کسان سته چي نه اسلام مني او نه افغان او افغانيت. داسي کسان هم پکښي سته چي په يوه لويه غونډه کي يې د طالبانو پر ضد خبري کولې، خو مايې خبري ور ګډي وډي کړې، غونډه په غالمغال واوښه او بيا زه څنګه چي مي د نور کسانو له خوا په جوړه سوې غونډه کي د طالبانو پلوي وکړه له دې امله تر څار لاندي وم. دغسي کسان يوازي پر نيشنليزم عقيده لري اواوس هم ورته وفادار دي. داسي کسان خو نو په دې ليست کي بېخي ‌ډېر سته چي ټول عمر يې د… نور لوستل »

غمی،پښتین

محترم همت صاحب سلامونه. د ستاسو محترم د تبصری سره زه موفق یم،زما په نظر مسله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده.دا کسان هم د امریکا او پاکستان په خوښه انتخاب شوی دی، فیصله به هم د پاکستان او امریکا په خوښه وی. هغه کسان چه چه ښه پوخ بادار ونه لری ،په جرګه کی ګډون نشی کولای، څه موده مخکی د یوه لیکنه کړی وه .چه لیکلی د وه چه د ولس اصلی نماینده ګانو سره باید خبری وشی، که چیری ولس ته چا کتلی نو دا جنګ به ډیر پخوا ختم وه.مسله د تجارت ده ،او… نور لوستل »

جميل

ښه ده چی د دی سياهی لشکر په لست کی نه ياست ، د سپين لښکر په لست کی به وشميرل شی .اِن شاءالله

عبدالوا حد اڅګزۍ

محترم همت صاحب سلامونه اواحترامونه تقدیموم ډیرښه دۍ چه نیی غوښتل سوی ته به یی ووینی چه داغونډه په هیڅ صورت نه کامیابیږی دمردارواوبوچه لیری وی بهتره ده آیادخلیل زاد اوکه دکرزی څخه دپاکۍ امیدلری داغونډی ټولی دفریب اوخطایستودپاره روانی دی دلته دناتوان اوطوانادجوړی سوال دۍ ،حضرعمر(رض)پرمایی:دمسلمانانوعزت په اسلام کی دۍ که یی په بل څه کښی وغوښتۍ ظلیله به سی آیاتاسو دا یواسلامی اوافغانی ناسته بولۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

هدی

استاد همت صاحب محترم ! ښه دی چې ستاسي نوم په دې تور لیسټ کي د ځینو ملي خاینانو ، تسلیم سوو ، ولسي غدارانو او خپل چاروکو سره موجود نه دی . د کرزي ، خلیل زاد او د هغو په شان د نورو له شومو پلانونو څخه چا خیر لیدلی دی چي دا ځل به یې ووینئ ؟ ټول عمر مو د اسلام او هیواد والو په چوپړ کې تېر کړی دی ، د ملت په وړاندې مو ذره خیانت نه دی کړی. په لیسټ کي د ځینو هغو کسانو نومونه، د هغه چا له خوا ځای پر… نور لوستل »

والحاج استاذ بیانزی

د امریکایانو سره روغه جوړه او ورپسی د افغانانو ترمنخ د راتلونکی حکومت به اړه د راتلوکی حکومت او نظام به اړه هماهنګی : په افغانستان کی لویه ستونزه د الهی نظام قایمیدل او نه قایمیدل دی ، په نورو ګډو ،دو ویلو خو یی مخه نه شوه نیولی بلاخره یی د تروریزم په نوم ورکولو یی په جوړ شوی الهی نظام برید وکړو ، زمونږ هیواد یی اشغال کړو مګر طالب مجاهدین ورسره د الله ج په نصرت تر اخری کچی په میړانه وجنګیدل تر دی چه د هیواده به ویستلو یی مجبوره کړل چه اوس د مجبوریت روغه… نور لوستل »

محمد

دا غونډه هیڅ درد نسي دوا کولای مخلص کسان په کښي ډیر کم دي — اکثره یې د ګنډو ډکولو لپاره او د دښمن د نور چوپړ لپاره ورغوښتل سوی دي که مجاهدین څراکت په کار وانچوئ نو د مجاهدینو د ګډوډۍ لپاره دښمن ته لوی چانس په لاس ورغلی دي او خدای مکړه دا به غټ ناورین را مینځته کړئ — اللهم امکر للاسلام والمسلمین ولا تمکر علیهم — اللهم اجعل کید الکافرین ومن والاهم فی نحورهم — اللهم اجعل تدبیر الکافرین و من یحبهم و یقفو علی اثرهم ، تدمیرهم — آمین یارب العلیمن

ځنګل بادشاه

اصلی مسله د اشعال خاتمه ده چی باید اولیت ورکړل شی، پدی خپلمنځی خبرو باندی وخت ضایع او اذهان بدل نشی.
مولانا عبدالمالک همت صاحب لوی مبارز او د اسلام خادم دی باید چی د کډون دعوت ورکړل شی.

غوربندي

له یوې باوري سرچینې څخه مې اورېدلي دي چې امریکایان د مسکو په بین الافغاني غونډه کې د دوی د سولیدلو مهرو په ګډون باندې خوښ نه وو،،، دوی تمه درلوده چې د وولس له حقیقي استازو سره به د طالبانو خبرې ګټورې پرېوزي (دې ګوډاګیانو امریکایانو ته په درد ونه خوړل نو خپل وطن او طالبانو ته به د اوږو له اضافي بار او سرخوږی پرته څه په درد وخوري). نو ښه خبره داده چې پخواني ګوډاګیان هم له پامه ونه غورځول شي ولې تر څنګ یې د دوی په شمېر د وولس خواخوږي او ریښتوني استازي هم وبلل… نور لوستل »

هارون

خلاصه، غونډې ته خو سپی او سړی دواړه ورروان دي. خو االله(ج) دې وکړي چې پایلې یې د دې ځورېدلي او جګړه ځپلي ملت په سلا او ګټه وي. درناوي

عبدالمالک همت

زما د ټولو عزتمنو دوستانو سلامونو ته وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته وايم. د ټولو له ښو څرګندونو څخه يوه نړۍ مننه. الله مو سرلوړي او په خپل حفظ کي ولره. د لوی څښتن سبحانه لوی دربار ته به دعا کوو چي زموږ ګران هيواد او زموږ پتمن، خو ستړی او زورېدلی ولس له ټولو بهرنيو او کورنیو دښمنانو څخه په خير او عافيت وژغوري، داسلامي عدالت حکومت، په روغه، جوړه او وروري کي هوسا ژوند ورپه برخه کړي او ګران هيواد مو له ښو پرمختګونو څخه برخمن کړي. آمين يارب العالمين.

Back to top button
18
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x