واټساپ کې د ګوتې کولپ او د شپې مود ځانکړتیا

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د واټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دی چې واټساپ په خپله نوې نسخه کې د بندولو او پرانیستلو لپاره د ګوتې کولپ «Finger Print» او د شپې استعمالولو لپاره د «Night Mood» ځانګړتیا زیاته کړې ده.

واټساپ د انډرایډ سیستم په نوي بیټا ورژن کې نوې ځانګړتیاوې ځای پرځای کړي، د واټساپ په بیټا ورژن (۲.۱۹.۸۷) کې د ګوتې کولپ او د شپې استعمال لپاره د شپې مود وړاندې کیږي، چې په ځینو مبایلونو په کار اچول شوی او په ځینو نورو کې به ژر فعاله شي، اوسمهال ځینې انډرایډ کاروونکي د (۲.۱۹.۸۱) او د (۲.۱۹.۸۳) ورژن استعمالوي چې ددغو ځانګړتیاو څخه بې برخې دي.

د مارچ میاشتې په پېل کې فیسبوک په میسنجر کاریال کې د شپې مود ځانګړتیا وړاندې کړې وه چې اوس همدغه ځانګړتیا په واټساپ کې هم ځای پر ځای شوې، چې د تصدیق لپاره یې پر WABetaInfo ویبپاټه ځینې عکسونه هم خپاره شوي دي، خو لا په عام ډول فعاله شوی نه دی.

د فنګر پرنټ یا ګوتې کولپ له لارې به کاروونکی وکولای شي په امنیتي لحاظه واټساپ ته داخل شي او دویم کس به نه شي کولای د مبایل لرلو پرمهال واټساپ پرانیزي، همدا ډول په دې کې به یو آپشن د وخت ټاکل ورکول کیږي، چې یو دقیقه، لس دقیقې یا دیرش دقیقې وروسته دې په اتومات ډول بند شي.

سربېره پر دې د شپې مود یوازې د شپې لخوا استعمال لپاره وړاندې شوی چې د کاروونکي سترګو ته د استعمال پرمهال زیان ونه رسیږي، خو نور د بیترۍ سپما لپاره ګټور نه دی، تر دې مهاله دا ځانګړتیا په کار نه ده اچول شوې خو په راتلونکي نږدې کې به وړاندې شي.

یاده دې وي چې واټساپ لس کاله وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې د جان کوم او بریان اکټون لخوا جوړ کړل شو او په ۲۰۱۴م کال کې د فیسبوک مالک مارک زوکربرګ لخوا واخیستل شو چې اوسمهال په نړۍ کې هره ورځ له ۳۰۰ ملیونو څخه زیات فعال کاروونکي لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د