نظــر

د مسلمه امت د بربادۍ اصلي لامل !

حضرت نبي « نبي زاده »

دا چې نشنلېزم څه معنی لري ؟ اهداف یې څه دي؟ دغه ميکروب څنګه رامنځ ته شو؟ قوم پرستانو څنګه وده وکړه؟ دوۍ ( قوم پرستان ) ولې د اسلامي جامعې په نوم ږغ نه پورته کوي؟ او اسلامي امت څنګه څنګه جوړ شو ؟؟؟؟

هغه موضوعات چي په دې لیکنه کې پرې بحث شوی دی .

د ډيموکراسۍ بنسټونه

مولانا صیب ګورالرحمن وايي : سیکولریزم ، لبرالیزم ، کپټالیزم اونشنلیزم د دیموکراسۍ بنسټونه دي .

دا چې مونږ دلته په نشنلیزم خبرې کوو نو له نورو هغو یې تیریږي او یواځې په همدې موضوع بحث کول به کافي وي .

نشنلیزم ( قوم پرستي) Nationalism

الف – د نشنلېزم تعريف : د نشنلېزم اصطلاح د يو ملت د جدا عقيدې او په افراطي بڼه د نورو ملتونو په نسبت د يو ملت په پورته والي باندي اطلاق کوي . چي ملت د ( نشنلېزم ) د اصولو له جملې څخه دي او ملي ، قوي ، ځانګړنو ته هم ويل کېږي په ( نشنلېزم ) کي د ملت ښه والى او د ژوند پيمانه داده چي ملت له ده څخه هره قرباني غواړي که څه هم د ځان قرباني، د مال قرباني، د ضمير قرباني، که د ايمان قرباني ، که د اخلاقو، نفس قرباني وي ؟ په هر حالت کې يې نه سپما کوي حال دا چي د اسلام مبين دين کي ټول مسلمانان يو شان دي او يو پر بل غوره والى نه لري لکه حضرت سرور کاينات محمد مصطفى صل الله علیه وسلم چي فرمايلي دي : (( هیڅ عرب په عجم او عجم په عرب ، سور په تور او تور په سور باندي فضيلت نه لري، مګر فضيلت او غوره والى په تقوا کي دى .))

سره له دې چي د پورتني مبارک حديث څخه دا خبره ثابته شوه چي يو قوم پر بل قوم هیڅ فضيلت او يو ملت پر بل ملت هيڅ برتري نه لري، برتري او غوره والى صرف په اسلام او تقوا کي دى مګر د نشنلېزم داعيان د قوم، ملت او ژبي په اساس د برترۍ دعوې کوي .

او یاهم :

Nation په انګلیسي کې ملت ته وایي او په اصطلاح کې نشنلیزم هغه مفکوره ده چې یو څوک خپل قوم ، نژاد ، هیواد او ژبه د حق معیار وګرځوي او په باطل او ناروا کې د هغې ملاتړ او حمایت کوي دې ته نشنلیزم وایي او دا مفکوره چې څوک لري دوي ته نشنلیستان ویل کیږي.

د نشنلیتانو مذهب ، قومیت ،رنګ ، نژاد او وطن دی ، د هغوی په فکر کې پراخوالی نشته ، بلکې په جعرافیایي چوکاپ کې بند دي قوم پالنه او وطن پالنه د هغوی نوی دین او مذهب دی ، او یا په بل عبارت ، قوم او وطن د هغوي خدای دی خپل قوم د ګټو په خاطر د نورو قومونو لوټول او د استثمارول د فخر سبب ګڼې ، د خپل هېواد بد ترین افراد خپل ورور ګڼې ولې د بل هېواد یو مسلمان او نیک شخصیت د خپل ورور په حیث منلو ته تیار نه وي .

د اسلامي نړۍ د پاشلو لپاره ، د يهودو لخوا په لار اچول شوي فکري استعمار يوه اغېزمنه او خطرناکه وسله د نشنلېزم يا قوم پرستۍ څخه عبارت ده ، چي کله کله د ملت پرستۍ او ناسيونالېزم اصطلاحات هم ورته کارېږي.

چي د يهودو پر دغي خطرناکي دسېسي باندي پوهېدل ، د هر مسلمان لپاره لازمي او اړينه چاره ده .

ب – نشنلېزم څنګه رامنځ ته سو او څنګه يې وده وکړه ؟

د نشنلېزم د رامنځته کېدو په اړه د علماکرامو او مؤرخينو بېلابېل نظريات وجود لري چي له ځينو مهمو څخه يې په لنډ ډول يادونه کوو:

اول نظر: کله چې حضرت ادم علیه السلام الله جل جلاله له خاوري څخه جوړ کړ، هغه ته يې ژوند ورکړ، ملائکو او شيطان ته يې وويل چي حضرت ادم
علیه السلام ته سجده وکړئ ، نو ملايکو د الله جل جلاله امر پر ځاى او سجده يې وکړه خو شيطان چي د الله جل جلاله نافرماني وکړه او ويي ويل چي زه ( شيطان ) له اور او ادم علیه السلام له خاوري څخه جوړ دى نو زه څنګه ادم علیه السلام ته سجده وکړم نو له همدې کبله شيطان لعين د الله جل جلاله د دربار څخه ورټل شو، شيطان په خپل قوم او نصب باندي غرور درلود او د الله جل جلاله نافرماني يې وکړه نو له همدې کبله علماء کرام په دې نظر دي چي د قوم پرستۍ لومړى مؤسس لعين شيطان دى او قوم پرستي د کفارو یو ډول کړنه ګڼي .

دوهم نظر: کله چي حضرت عيسى علیه السلام مبعوث شو او په هغه باندي اسماني کتاب ( انجيل ) نازل شو نو په ښکاره ډول پکښي راغلي وو چي له عيسى علیه السلام څخه وروسته پيغمبر چي راځي نوم به يې ( احمد) وي او په ده يعني ( احمد ) باندي يو کتاب نازليږي ، دا به هم د اخري زمانې پيغمبر وي . ځکه نو عيسويانو او يهوديانو ټولو دا خبره کوله چي د حضرت عيسى علیه السلام څخه وروسته د احمد په نوم پيغمبر راځي او ټولي نښي نښانې به يې خلکو ته بيانولې خو کله چې حضرت محمد صل الله علیه وسلم په پيغمبرۍ مبعوث شو نو همدوى ترې انکار وکړ، عيسايانو به ويل چي دا (محمد صل الله علیه وسلم ) له عربو څخه دى، ولي زمونږ له قوم (بني اسرايلو) څخه نه دى؟ سره له دې چي ټولي هغه نښې چې حضرت عيسى علیه السلام د محمد رسول الله صل الله علیه وسلم په اړه خپل قوم ته ويلي او روښانه کړې وې ، په ده کي موجودې وې مګر د قوم پرستۍ په ناروغۍ اخته خلکو پر حضرت محمد صل الله علیه وسلم باندي ايمان رانه وړ.

دريم نظر: عبدالله ناصح علوان پخپل کتاب ( القوميت في ميزان الاسلام ) کي په دې اړه ليکلي چي ( د نشنلېزم ميکروب هغه وخت په مسلمانانو کي خپور شو چې په دې پاکه خاوره باندې د ( صهيونستي ) غاصيبينو ټګمارو يهوديانو ټولنه منځ ته راغله او د خپلو شپږو يهودي اعمالو او اهدافو لپاره يې هلي ځلي پيل کړي ، ترڅو وکولاى سي بيت المقدس او فلسطين په خپل تسلط کي راولي.

له بده مرغه د عثماني خلافت په وروستيو وختونو کي يهوديانو يو انجمن جوړ کړ او نوم يې پرې ( محفل اشرق العثماني ) کېښود چي دا انجمن د بډايه خلکو په مرسته چلېده او رسمي مرکز يې د( سالوينک ) ښار وو ، د يهودو لومړى اقدام دا وو چي تر ټولو بډايه شخص ( قره صو ) يې چي له ماسوني مشرانو څخه وو، سلطان عبدالحميد ته د استازي په توګه ورواستاوه او سلطان ته د ورتلو واسطه يې عارف بېک وو ، کله چي ( قره صو) د سلطان دربار ته له ډاليو سره لاړو او سلطان ته يې وويل چي زه د ( ماسوني ) استازی يم نو ډیر مال يې ورته په دې شرط وړاندي کړ چي فلسطين کي ورته امتياز ورکړي ، سلطان ډیر په قهر شو او د هغه له دغه وضعيت له امله ماسونيان ډیر نا امیده شول هماغه وو چې د سلطان عبدالحميد په خلاف يې تبليغات پيل او د عربو سره يې د ترکیې او توراني قومونو خلاف لاس يو کړ ، هغوى د اسلامي جامعې لاندي ترکيه او عربيت ته وده ورکړه او ددې ترڅنګ يې يو ملحد ليکوال ( ضياکوک آلب ) ته په دنده ورکولو سره د قوميت فلسفه په ترکانو کي پيدا کړه .

د وخت دغو قوم پرستو د يهوديانو او انګرېزانو په مرسته چي ترکي مسلمانان او عربي مسلمانان يې په خپلو کي جنګول غوښتل ، يو ګوند جوړ کړ او ( د يو والي او پرمختيا جمعيت ) نوم يې پرې کېښود چي ددې ګوند د دسيسو له امله د قوم پرستۍ ناروغي دومره خپره شوه چې د سلطان عبدالحميد حکومت (چي یو لوی اسلامي خلافت وو) له منځه يوړ او د يهوديانو پر مخ د فلسطين دروازې پرانيستل شوې، نو له همدې کبله ځينې خلک په دې نظر دي چې د قوم پرستۍ موسسين ماسوني ګوند او انګرېزان دي .

بايد يادونه وکړم چي ماسوني د يهوديانو د فکر زېږنده ده چي ظاهراً يې د انساني حقوقو دفاع خپل شعار ګرځولى وو او ويل به يې چې دين د الله لپاره او وطن د ټولو لپاره . ماسونيانو غوښتل چې داسي يوه ټولنه رامنځته کړي چې بربنډتيا ولري.

د نشنلیزم پایلې :

نشنلیزم د خپلو بېلابېلو شکلونو رنګونو او تعصباتو لکه دینی، قومی، تژادی، سیمه ایزو او داسې نورو له مخې د ایډز مرض په شان یو خطرناک ساری مکروب دی چې ټولنه د تباهۍ لوري ته راکاږی.

د تاریخ په اوږدو کې د نشنلېزم پوچ شعارونه د نجات، پرمختګ او خوښۍ پرځای تل د تباهۍ، وېنې تویولو، بېرته پاتې کېدلو او د قومی او نژادی جغرافیوی او تاریخی تشکل او تنظیم د له منیځه وړلو لاملونه ګرځېدلی دی. او همیشه استعماري ځورواکانو د خپلو استعماري موخو لپاره د استعمار شویو هېوادونو پر وګړو ور تپلي دي او د خپلې بقاء لپاره یې ملتونه پخپلو کې اخته کړې دي.

نشنلیستی نظریات، شعارونه او نارې خو په پیل کې په پوره سپېڅلتیا د خپلو ژبنیو، نژادی، قومی، سیمه ایزو، سیاسي او ټولنیزو حقوقو او مصالحو د لاس ته راوړلو لپاره اوچتېږی، خو په پای کې بیا د دغسې خلکو لپاره لوی اخلاقی معیار د هغوی محدودې قومي، ژبني، نژادي او…ګټې او همدغه لنډې تنګې ارزوګانې وی، د دوي په نظر د نېکۍ کار همغه دی چې هغه د خپل قوم، نژاد، ژبې … لپاره ګټور وي که څه هم دروغ وی، بې ایماني وي، ظلم او یا بل داسې څه وي چې په هرحال لویه ګناه ګڼل کېدای شي سرچپه د دوی په نظر بدکار هماغه دی چې د دوی قومي، نژادی، لساني، او سیمه ایزو ګټوته زیان ورسوي که څه هم رښتیا وي، عدالت وي، د حق ترسره کول وي، د حق اداء کول وي او یا بل داسې عمل وی چې هغه له لوړو اخلاقي ارزښتونو او ښېګڼو څخه ګڼل کېږي.

د دې مفکورې په اساس د قوم د هر وګړي د ښه توب، پوهې بیدارۍ معیار دا وي چې که له هغه ځینې د قوم، ژبې، سیمې … د ګټو خوندي کولو لپاره د هر راز قربانۍ لکه د سرومال د ضمیر او اخلاقو، انسانیت، نفس او عزت، غوښتنه وشي، ځان ورته چمتو کړي او ترې ویې نه سپموي. او په دې اساس د خپلې ډلې شمېرزیات کړي او د نورو په مقابل کې خپله جنډه اوچته کړي.

له خپل قوم، نژاد، ژبې او سیمه ایز تشکل سره نیکي، ښېګڼه او مینه د هر چا مسلم حق دی خو په دې شرط چې د نورو قومونو او نژادونو حقوق ترپښولاندې نه شی، دبې ځایه تعصب او افراطي طرفدارۍ بڼه غوره نه کړي او له نورو ملیتونو نه د کرکې پولې ته ونه رسي.

د نشنلیزم په وړندې د اسلام غبرګون :

هر څوک چې د خپلې ژبې د ژوندې ساتلو او د نورو د له منځه وړولو لپاره هلې ځلې کوي او یا د خپل قوم لوړتیا او د نورو د ځوړتیا لپاره هڅه کوی هغه په حقیقت کې د الله د قدرت د نښنانو پرضد جنګ کوی او غواړي چې د الله د قدرت له نښو څخه یوه نښه له منځه یوسي، قرآنکریم په دې باب فرمایی:( وَمِنْ آیَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِکُمْ وَأَلْوَانِکُمْ…)( الروم : ۲۲) یعنې د ژبو، رنګونو، او نژادونو اختلاف د الله جلاله د قدرت له نښانو څخه دي.

نشنلېزم په خپل هر رنګ او شکل ډیره خطرناکه ناروغی ده چې تل د عروجي حرکت پرځای نزولي حرکت کوي، له لوی ملت نه قوم او له قوم نه کوچنۍ قبیله او له قبیلې نه خپل کور ته د خپلو وروڼو ترمنځ هم سرایت کوي ځکه د دې ساري ناروغۍ بڼسټ په خود غرضۍ، خودخواهۍ، انانیت او د ځان د غوروالی په اساس اېښودل شوی دی. کله چې په انسان کې د ځان د غوروالي او د بل د سپکوالي تصور پیدا شي نو هغه هېڅکله د ټولنې او فرد لپاره ګټور نه شی ثابېتدلی او نه د خدمت مصدرګرځېدلی شي بلکې د ټولنې د نېکمرغۍ په ځای به د ټولنې د بد بختۍ سبب ګرځي.

په نشنلیستی تعصباتو کې د اخته انسان د لید زاویه ډېره تنګه وي او په ډېره تنګه دایره کې حرکت کوي دا ځکه چې دغه تعصبات په سترګو پردې غوړوي او بیا نو د ښو او بدو، حق او باطل تمیز پرې نه شي کولای، په ځای ددې چې ځان او نور له تنګو نه پراخ ډګر ته راوباسي په تنګو کوڅو او لارو سرشي او په نتیجه کې د خپل ځان او نورو خلکو د تباهۍ سبب وګرځی.

نشنلیستي تفکر کله هم د بشریت د نېکمرغۍ سبب شوی نه دی، بلکې تل یې انسان د بدبختیو سره مخامخ کړی دی. هټلر چې د قوم غوره والي په فکر د څومره انسانانو وینې تویې کړې او موسولېنې چې د خپل ملت او نظام د برترۍ مسئله وړاندې کړه، همدا نظریات او تعصبات وو چې د نړیوالې جګړې لپاره یې لاره هواره کړه او د زرګونو انسانانو له کوپړیو نه یې څلي جوړ کړل. مشهور تاریخ پوه ارنولد توینبی وایی: نشنلیستی فکر هېڅکله بشریت نه شي یو کولای بلکې دغه فکر او ایدیالوژۍ همېشه بشریت تقسیم کړی او وحدت یې ټوټه کړی دی، نو ځکه نشنلیزم هېڅ راتلونکی نه لری.

له اسلام نه مخکې هم دغه قومي، ژبني، او نور مسایل وو چې ډېرو وړو او کوچنیو خبرو باندې به په سلګونو کاله د انسانانو وینې توېیدلې او بې موجبه به د بې ګناه انسانانو ژوند له خطرسره مخامخ وو، خو دا یوازې اسلام ؤ چې دغه خطرناکه ناروغی یې ښه وپېژندله او په دې و توانېده چې علاج یې وکړي. په دې توګه یې کلونو کلونو جاهل دښمنان سره وروڼه کړل او د دښمنۍ پر ځای یې هغوی ته د مینې او محبت پیغام ورکړ.

په اسلام کې د غوره والی او لوړوالی معیار تقوی او نیکي ده نه نژاد، ژبه، نسب، قوم او سیمه بلکې هغه اخلاق او لوړ ارزښتونه دي چې انسان هم خپل ځان او نور د لوړوالي مدارجو ته پرې رسوي.

په اسلام کې مادي معیارونو ته هېڅ اعتبار نه شته بلکې دلته په معنوي معیارونو او ارزښتونو حساب کېږي. د اسلام له نظره په قوم، ژبې، نژاد او داسې نورو باندې ویاړل او افتخار کول او نور اساسي ارزښتونه له نظره غورځول جاهلیت بلل شوی دی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ډېرلوی صحابی حضرت ابوذرغفاری یوه ورځ حضرت بلال حبشي ته وویل چې ای د تورې ښځې زویه!! کله چې دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریده ډېر په قهر شو او حضرت ابوذر ته یې وویل چې په تا کې اوس هم جاهلیت شته. اسلام دغسې تعصباتو ته چټلي او ناولتیا ویلې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان وته حکم کړی چې دغسې افکار او نظریات پرېږدي او ګوزاریې کړي چې دا چټلي او ناولتیاده.

اسلام په بشری وحدت او یووالی عقیده لری ځکه چې بشریت ټول یو نسل او نژاد دی او د حضرت آدم علیه السلام اولاده ده، نو پرته له معنوي معیارونو او تقوی یو پر بل باندې فضیلت او غوره والی نه لري او اسلام د ټول بشریت او ټولې نړۍ لپاره د رحمت نظام دی او پیغام یې خاص نه دی ځکه خو قرآنکریم په ایها الناس یعنې ای خلکو! سره خطاب کوي او کوم ځانګړی قوم او نژاد ته خطاب نه کوی.

تور، سپین، سور مختلف نژادونه قومونه او قبیلې یوازې په خپلو کې د تعارف او پېژندلو لپاره دیی نه دا چې یو له بل نه کرکه او نفرت وکړي او یا یو پربل ځان غوره وګڼی. قرآنکریم او احادیثو دغه مطلب په صراحت سره څرګند کړی دی چې تاسې ټول له یو نر او ښځې نه پیدا شوی یاستئ او بیا مو مختلف قومونه او قبیلې وګرځولئ چې سره وپیژندل شئ. دارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چې عربي په عجمي او عجمي په عربي څه لوړوالی او غوره والی نه لري او نه هم سور او سپین په تور څه غوره والی لری.

خو همدا نشنلیزم دی چې کله د ژبې، کله د قوم، کله د رنګ، کله د نژاد او کله یې د سیمې مسئله را منځ ته کړې ده، لوی کارونه او لوی تشکیلات یې واړه کړي لوی قومونه او ولسونه یې په همدغسې تنګ نظرانه شعارونو او نارو سره تیت او پرک کړی دي او بالاخره یې له منځه وړي دي او د حقوقو د لاس ته راوړلو په ځای یې له حقوقو نه بیخی محروم کړی دي. نشنلیزم نه د ژبې په نوم عربان سره یو کړل نه یې ترکان سره راټول کړل او نه یې هم په یوه انګلیسی ژبې خبرې کوونکې سره یو دولت او اداره کړل او نه یې هم د نړۍ په کوم ګوټ کې د رنګ په نوم د افریقا تور پوستان سره راټول کړل.

د قوم، قبیلې او نژاد په نوم نه آسیایان سره یو شول او هم اروپایان او یا نورسره متحد شو.بلکې ګورو چې همدا نن هم افریقا کې د تور پوستانو ترمنځ د همدې توپیرونو په نوم وینې توییږی اروپا ترنژدې پرون پورې په همدغه عنوانونو باندې د همدغسې وینو تویوونکوحوادثو شاهده ده او د نړۍ په نورو کونجو اوکنارو کې همدغه نوم او عنوان باندې ډېر څه تېر شو او روان دي.

ښکار مثال یې په ډېر نژدې تاریخ کې د مسلمانانو د وحدت او یووالی وروستی دمه ځای لوی عثمانی اسلامي خلافت ؤ چې له ډېرو منفی نقطو سره بیا هم د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د هیلو یوازینی سمبول او ستر متحد سنګر ؤ، ترڅو چې موجود ؤ د مسلمانانو آرام او هوسا سنګر ؤ او د اسلام دښمنانو په برګو سترګو ورته نه شول کتلای خو د مسلمانانو ابدي او همیشني دښمنانو(یهودانو) هڅه وکړه چې په څه ناڅه طریقه د مسلمانانو دغه ګډ کورعثمانی خلافت له منځه یوسي مګر سلطان عبدالحمید د هغوی په وړاندې مقاومت وکړ او یهودانو چې بله لاره نه درلودله نو په مسلمانانو کې یې د نشنلیزم تخم وکاره او د عربي نشنلیزم او ترکي نشنلیزم په نوم یې مسلمانانو په خپلو کې سره وجنګول او په دې توګه ترکي اسلامي خلافت ټوټې ټوټې شو او د اسلامي امت په زړه کې فلسطین او د مسلمانانو لومړۍ قبله (بیت المقدس) یې په خپله ولکه کې راوست او اسراییلي دولت یې تشکیل کړچې نن د مسلمانانود واحد تشکل د نشتوالي له امله له اندونیزیا نه تر الجزایر پورې ټوله اسلامی نړۍ په مستقیم او یا هم غېرمستقیم ډول د استعمارګرو اغېز لاندې ده او که په کوم ځای کې څوک سر را پورته کوي استعماري ځواکونه یې د خپل ورور په لاس نسکوروي او سرپورته کولو ته یې نه پرېږدي.

له همدې ځایه دا اوس مونږ ګورو چې ښکېلاک ګر په یوه او بله پلمه د متحد افغانستان د تقسیمولو په غرض هڅه کوي چې د نشنلیزم ساري ناروغۍ پکې وکري،چې البته څه په شعوري او څه په غیرشعوري ډول په دغې خطرناکې او نه روغېدونکې ناروغۍ اخته دي اوس نو په ځای ددې چې افغانستان مسلمان ولس په ټپونو باندې د مرهمو پټۍ کېږدي سرچپه مالګې پرې دوړوي.

د شمال او جنوب په نوم مبارزه د ښکېلاکګرو دسیسه ده د پښتو او فارسی په نومونو هلې ځلې د دښمن پلمه ده، پښتون، تاجک، هزاره، نورستانی، ازبک او ترکمن قومونو په نومونو د حقوقو لاس ته راوړلو په نوم نارې اوسورې په حقیقت کې له ټولو حقوقو نه محرومېدل او په شعوري او غیرشعوری ډول د خپل ځان پرضد د خپل ازلي دښمن (یهودو) او د هغه بادار امریکا د اهدافو تحقق او تقویه کول دي نو راځئ چی له دې وړو وړو کورګکیو اولنډو تنګو افکارو نه تېرشو او په خلاصه سینه او ورین تندی د یوه متحد او خپلواک افغانستان جوړېدو لپاره مټې راونغاړواو په ګډه سره کار وکړو.

اسلامي امت څنګه جوړ شو !!!

دغه ټولنه چې له اسلام نه پرته هیڅ لامل نه وه متحد کړې او اجزيي سره نه وو پیوند کړي د رنګ ، نژاد ، خاورې او د ژبې له هر ډول امتیازاتو نه پاک وو ، او د دي شیانو هیڅ اثر هم په هغوکې نه لیدل کیده .

د دې ټولنې په منځ کې ، سلمان فارسي چې د ایران له فارس نه وو هم ژوند کاوه چې به کله چا له هغه نه د ده د نسب په اړه پوښتنه وکړه ، نو ویل به یې ( سلمان د اسلام ځوی دی )

او حضرت علی کرم الله وجهه به د هغه په باب ویل : سلمان زمونږ د کورنۍ یو غړی دی .

د هغه په منځ کې ( باذان بن ساسان ) او د هغه ځوی شهر بن بازان هم وو چې د هغهوي د نسب لړۍ به د فارس امپراتور ته رسیده ، چې حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم باذان د یمن والي او ځوی ته یې ورته د نجران ولایت وسپاره ، او د دې ټولنې په منځ کې بلال بن رباح هم وو چې په قام حبشي و او د حضرت عمر رضی الله عنه به د هغه په باب داسې ویل : ( بلال سیدنا و مولی سیدنا ) بلال زمونږ بادار او زمونږ دبادار ( حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ) مریي دی .

او په هغه کې صهیب رضی الله عنه هم وو چې اصلي ټاټوبی یې روم و چې حضرت عمر رضی الله عنه د هغه په امامت لمونځ کړی و و.

او په هغه کې سالم رضی الله عنه هم وو چې حضرت عمر رضی الله عنه د خپل رحلت پرمهار د هغه په اړه داسې و ویل که چېرې سالم د حذیفي مریی ژوندی وی ، نو خلیفه به مې ټاکلی وو.

او د هغه په منځ کې زید بن حارث د رسول الله صلی الله علیه وسلم مریي هم وو چې محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د خپل تروري لور هغه ته په نکاح کړې وه.

او په پای کې په هغه کې اسامه بن زید وو ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د مسلمانانو د لښکر امارت وسپاره په داسې حال کې چې هلته حضرت ابوبکر صدیق ، عمر فاروق او ابو عبیده بن جراح رضی الله تعالی عنهم غوندې شخصیتونه هم وو او حضرت عمر رضی الله عنه یو ځل د هغه په باره کې خپل ځوی ته داسې و ویل : ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د اسامه پلار ستا له پلارنه او ځوی یې لتانه محبوبیت درلوده ) .
او همدارنګه رسو الله صلی الله علیه وسلم هم د هغه په باره کې ویلي وو:

اسامه من احب الناس الی ) یعنی اسامه زما په وړاندې له محبوبترینو خلکو څخه دی ) .

ماخذونه :
++++++++
د اساسي قانون تحلیل او شننه ( مباریز عبدالصبور )

اسلام او نشنلریزم

نشنلیزم یا قوم پرستي ( رسولي شکر الله )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom

مضمون ډیر اوږد و.
وخت ډیر کم و.
د نن مسلمانانو دا حال ده.
د نیشنلیزم لپاره له هر څه تیر شول.
ناموس، ننګ، عزت، خپلو عالمانو ته ښکنځل حتا مذهب ته ښکنځل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x