افغانستان

بادغيس: طالبانو د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالسۍ کې د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيولي دي او ګڼې وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو تيره شپه د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ مرکز ته نږدې د امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې یې مرکزونه د طالبانو لاس ته لويدلي دي.

خبر پاڼه زياتوي چې په دې بريدونو کې نوولس عسکر وژل شوي دي ا و دوه تنه ژوندي نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې ددې سربيره ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

بل لور ته د روزګان ولايت مرکز اړوند د خانقې سيمه کې هم د ګډو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده چې په نتيجه کې یې پنځه کمانډويي عسکر وژل شوي دی او ۲۵ نور ټپيان دي.

طالبان وايي چې په روزګان ولايت کې د ګډو ځواکونو درې ټانګونه هم په ماينونو الوځول شوي دي.

طالبانو په دې جګړو کې د خپل يو تن جنګيالي د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه د بادغيس او روزګان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

دا جنګونه غیر شرعي او د اسلامې امت د تضعیف او رسوایې سبب دې، په دغه جنګ کې دواړه غاړې مسلمان دې، ددې جنګونو قاتل او مقتول دواړه جهنمیان بلل کیږې.
الله تعالی دې پر اسلامې امت رحم وکړې چې خپل فکر، ځواک او زور کافر ته متوجه کړې نه داچه له کفارو سره اړیکې ساتي او خپلو کې سره وژنې لکه دا اوسنی انډوخر په افغانستان کې

مجاهد

د هیواد وچه لمده زمکه او هوا د امریکا به مشری ۵۰ کفری هیوادو به لاس کی ده ، کابل کی ناست چوپړیان یی له اروپا او امریکا له ځانه سره راوستل او د کمونستانو او پلورل شوو اخوانیانو سره یی غلامه اداره کی وټومبل چه په فساد، بی امنیو او ګډودیو کی یی نړیوال لمړی ریکارد جوړ او د سروزرو مدال یی ترلاسه ړو . تر نیمایی زیات د فقر او بی سوادی تر سره خط لاندی د مرګ به انتظار ژوند تیروی ، بنځه میلونه به نشه توکه نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی یعنی هیواد مو د… نور لوستل »

وحیدالله غزنوي

د امریکا او روسانو د راتګ سبب هم د مسلمانانو خپل منځي قتل او قتال او فساد وو، داچه طالبانو لومړی ورځ لومړی ډز پر مسلمان کړی او تر ننه د مسلمانانو قتل ته ادامه ورکوې نو کړنې یې هیڅ شرعي حیثیت نلرې بلکه دوي د جهاد او اسلام مسخه کولو هڅه کوې، جهاد په افغانستان پورې تړلی ګڼې او افغانستان په ډیورنډ کرښه پورې، دوي اسلام ته هغه بدنامي اړولې ده چې ساری یې نشته. پاته شوه د کابل غلامه اداره او کښینول شوي مزدوران نو هغه هم د افغانستان او مسلمانانو پر ویاړلې تاریخ تور داغ ده. خپله… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x