ګارډین: سعودي کې سياسي بنديان د شکنجو سربېره د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل):د برتانيې ګارډين ورځپاڼې ويلي، چې سعودي عربستان کې سياسي زندانيان سوځول کيږي، په لوی ‏لاس ټپي کيږي، شکنجه کيږي او د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.‏

ورځپاڼه وايي، چې د سياسي بنديانو روغتيايي وضعيت او طبي معاينو په اړه تيار شوی راپور به د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته وړاندې ‏کړای شي.‏

راپور زياتوي، چې د پاچا په امر د شپېتو سياسي بنديانو د روغتيايي وضعيت په اړه د راپور په جوړولو کار پيل شوی او شونې ده شاه سلمان د هغو ‏بنديانو د خوشې کولو امر وکړي، چې سخت شکنجه شوي او روغتيايي وضعيت يې ترينګلی وي.‏

ګارډين وايي، تېر کال د سعودي خبريال جمال خاشقجي له وژل کيدو وروسته، چې وليعهد محمد سلمان له دوو سوو زياتې ښځې او سړي نيولي، ‏سعوديی پاچا د هغوی په اړه هم څېړنې پيل کړي دي.‏

ورځپاڼې د سرچينو په حواله ليکلي، چې شاهي محکمې په دې اړه د وليعهد نيوکې رد کړي او د بنديانو د روغتيايي وضعيت په اړه يې د پاچا ‏سلمان په امر د راپور چمتو کولو چارې پيل کړي دي.‏

ګارډين دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې څو مياشتې وړاندې هم برتانوي رسنيو ويلي و، چې د سعودي پاچا او د هغه د زوی وليعهد ‏محمد بن سلمان ترمنځ د يمن جګړې او جمال خاشقجي د قتل سربېره پر يو شمېر مهمو مسايلو اختلافات راپيدا شوي دي او کېدای شي، د ‏سياسي بنديانو د روغتيايي وضعيت د راپور خپرېدو له امله دغه اختلافات نور هم زيات شي.‏

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان چې واک ته رسېدلی، سلګونه ديني علماء، د ټولنيزو چارو او سلګونه مدني فعالان زنداني کړي او دغه لړۍ لا ‏هم روانه ده.‏

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د