د سرو زرو خښته له شیشې راوباسئ او په ملیونونو روپۍ وګټئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو ښکته پورته کیږي چې څوک نشي کولای په یوه ښيښه کې بنده د سرو زرو دوه کیلویي خښته راوباسي.

د متحده عربي اماراتو په یوه هوایي ډګر کې په بنده ښيښه کې د سرو زرو دوه کیلویي خښته ایښودل شوې چې د راویستلو لپاره یې کوچنی سوری ورکړی دی.

دغه سترې جایزې لرونکي پروګرام ته د «ګولډ بار چیلنج» نوم ورکړل شوی، هر هغه څوک چې ددغه سوري له لارې د سرور زرو پر دغه خښته راویستلو بریالی شو سره زر پرته له کومو پيسو ورکولو د هماغه سړي شول.

که څه هم د عربي اماراتو په هوایي ډګر کې په زرګونو کسان له څو ورځو راهیسې پر دغه کارنامه بریالي نه شول خو تېره ورځ د ټولنیزو رسنیو پر ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره شوې چې ویل کیږي یو کس د سرو زرو پر دغه خښته راویستلو بریالی شوی دی.

https://twitter.com/Shail_Pooniwala/status/1111604993310625793?s=20

خو ددې ادعا په اړه د عربي اماراتو ددغې کار ادارې لخوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی چې ایا دغه ویډیو رښتیا ده که د کوم کاروونکي لخوا یې نقل جوړ شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د