
زلمی خليلزاد کابل ته راورسېد
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته رارسېدلی دی.
زلمي خليلزاد څو شيبې وړاندې په خپل ټوېټر وليکل چې کابل ته له رارسېدو ورسته يې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء له رئيس عمر داودزي په ګډون يې د سولې په اړه د کابل د حکومت له مرکچي پلاوي سره هم ليدلي دي.
Glad to be back in #Kabul. I started my morning by meeting with #Afghan government representatives with responsibility for the #AfghanPeaceProcess, including the President’s Chief of Staff Rahimi & SE Daudzai. We discussed the urgency of making progress on intra-Afghan dialogue. pic.twitter.com/tJXzNqbci4
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 1, 2019
ټاکل شوې ده چې خليلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له مشرانو سره هم وګوري او د افغانستان د سولې په اړه ورسره خبرې وکړي خو دا هم لا معلومه نه ده چې نوموړی به د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره وګوري او که نه.
د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره د امريکايي چارواکو اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې چې هغه تيره مياشت په زلمي خليلزاد نيوکې وکړې چې نوموړی په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو په هڅه کې دی.
ويل کیږي چې امريکا له اشرف غني څخه غوښتي چې محب له خپلې دندې ګوښه کړي خو غني د نوموړي د ګوښه کېدو له پاره د زلمي خليلزاد ګوښه کولو شرط ايښی دی.
د اجراييه رياست وياند فريدون خوځون هم کابل ته د زلمي خليلزاد راتګ تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې نوموړی به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وګوري او د افغانستان د سولې په تړاو به له یو بل سره خپل نظريات شريک کړي.
زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې په تړاو دا شپږم سفر د تيرې مارچ مياشتې په ۲۵ نېټه پيل کړ چې په کې به نوموړی د افغانستان او قطر په ګډون د سيمې او نړۍ اوو هيوادونو ته سفرونه کوي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به د پاکستان، ازبکستان، بلجيم، اردن او بريتانيې هيوادونو څخه هم ليدنه وکړي او ددې هيوادونو له مشرانو سره به په افغان سوله خبرې کوي.
زلمی خليلزاد په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ټاکل شوې ده د روانې ميلادي مياشتې په پنځلسمه نېټه په قطر کې د سولې په تړاو د مسکو په څېر بين الافغاني غونډه جوړه شي.