افغانستان

پوليسو او غلو پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): په کندز کې پولیسو دوه تنه شپانه وژلي او بغلان کې وسله والو غلو درې تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندز امنيه قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني رسنیو ته ويلي دي چې تير ماښام په دې ولایت کې د کندز- شيرخان بندر په لويه لاره د ادان په دښته کې پوليسو دوه تنه شپانه وژلي دي.

هغه وويل چې د پيښې په اړه پلټنې روانې دي خو لومړنۍ څېړنې ښيي چې پوليس په يادو شپنو شک کړی دی او وژلي يې دي.

بل لورته په بغلان ولايت کې وسله والو غلو د ولسي وګړو په موټر ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې درې تنو سپرليو ته مرګ ژوبل اوښتې ده.

د بغلان امنيه قومندانۍ وياند احمد جاويد بشارت افغان اسلامي اژانس ته ويلي دی چې تيره شپه د سپرليو يو موټر چې له بغلان څخه کندز ته په لاره و، وسله والو غلو پرې ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د بشارت په وينا چې غلو هڅه کوله ترڅو موټر ولوټي خو موټروان ورته موټر نه دی درولی او هغوی پرې ډزې کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې وسله وال غله او انسان تښتونکي زيات شوي دي چې په بيلابيلو سيمو کې د خلکو مالونه غلا کوي او خلک تښتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x