عبدالله: پر ټاکنو او سولې چنې، به مو دواړه له خولې وباسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت شریک عبدالله عبدالله وايي، پر سوله او ټاکنو به مو ډېرې چنې، تر هغه حالته ورسوي چې دواړه به مو له خولې وتلي وي.

هغه نن د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، پر دواړو مسائلو پخپل وخت کې بحث پکار دی«که پر سوله او ټاکنو دواړو چنې ووهو، ښاييي دواړو موخو ته ونه‌شو رسېدلی، ځکه خو ډېره مهمه ده چې پر دواړو پر خپل خپل ځای تمرکز وشي.»

هغه تېره ورځ هم د هڅو د شریکېدو خبره وکړه او نن يې یو ځل بیا ټینګار چې باید ټولې هڅې منسجمې او تر یوې «رهبرۍ» لاندې ترسره شي.

عبدالله عبدالله وویل، د مؤقت حکومت اړوند باید هیڅ بحث ونه‌شي، په وینا يې د «مؤقت هدف» لپاره «مؤقت حکومت» یوازې د وخت «ضیاع» ده.

دا په داسې حال کې دی چې د جګړې د پای لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی، چې ښايي له اجراییه رییس سره به هم وګوري.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون ویلي ښاغلی خلیلزاد به له عبدالله عبدالله سره د سولې د شویو هڅو په اړه خبرې ولري.

ویل کېږي عبدالله عبدالله قطر کې کېدونکې بین الافغاني ناستې ته هم بلل شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د