افغانستان

دفاع وزارت وايي تر «څېړنو» وړاندې د فاطمیونو راتګ «ردوو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د دفاع وزارت چارواکي وايي د فاطمیونو د راتګ اړوند يې څېړنې روانې کړې، خو تر څېړنو وړاندې يې ویلي، چې راتګ يې «ردوو.»

امریکايي رسنۍ اسوشیټيډپریس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي په حواله ویلي و، سوریه کې د ایران له لوري شاوخوا ۱۵زره عسکر د بشار الاسد د رژیم په دفاع کې پر جګړه بوخت و، چې شاوخوا ۱۰زره يې افغانستان ته راغلي دي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، د دې ډلې په اړه نظر نه لري، «موږ خپلې څېړنې کوو، معلومات به يې وروسته شریک کړو، خو اوس وایم چې د فاطمیونو راتګ ردوو.»

د کارپوهانو په وینا، د افغانستان په حساسو شرایطو کې د فاطمیون ډلې راستېدل به امنیتي ستونزې لا هم زیاتې کړې او ډېر امکان شته چې ایران به د فاطمیون ملېشې د «افغان شیعه ګانو» په ملاتړ د طالبانو او داعش په وړاندې وکاروي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close