suhail shaheen qatar office
سهیل شاهین، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند

سهيل شاهين: امريکايي لوري سره به په راتلونکې ناسته کې ځينې مسايل حل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي چې له امريکايي لوري سره به په راتلونکې ناسته کې په تيرو موضوعاتو په دوام خبرې وکړي چې ځينې مسايل به په کې حل شي.

د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين له پاک ټريبيون سره په تازه مرکه کې ويلي دي چې له امريکايي لوري سره يې په خبرو کې پرمختګ کړی دی مګر تر اوسه کومه موضوع باندې توافق ته نه دي رسيدلي.

شاهين ويلي دي چې لومړی به له امريکايانو سره د امريکايي يرغل د ختمولو او له راتلونکي افغانستان څخه نورې نړۍ ته د نه خطر موضوع نهايي کيږي او له هغې ورروسته به په نورو موضوعاتو بحث کيږي.

هغه ويلي دی چې دوی اوسمهال د بهرني يرغل د پای ته رسېدو په مرحله کې دي او په وينا يې چې دا د دوی له پاره ډېره مهمه ده.

نوموړي ويلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه به له به له امريکا سره يو تړون لاسليک کوي خو دا پړاو تر اوسه بشپړ شوی نه دی او په راتلونکې کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نيټې ټاکلو په اړه بحث وشي او هم به د خپلمنځي خبرو له پاره زمينه برابره شي.

په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ شپږمه ناسته په داسې حال کې کيږي چې ټاکل شوې ده د روانې ميلادي مياشتې په پنځلسمه نېټه د افغانستان د قضيې د حل په اړه د مسکو د غونډې په څېر دوهمه بين الافغاني غونډه په قطر کې جوړه شي.

نن ټکي اسيا په قطر کې د جوړېدونکي بين الافغاني ناستې هغه نږدې دوه سوه کسيز احتمالي نوملړ هم ترلاسه کړی دی چې په کې د مسکو د غونډې د ګډونوالو او طالب استازو سربيره د هیواد د بيلابيلو لوريو استازي په کې د احتمالي ګډونوالو په توګه ياد شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د