کندوز؛ پولیسو د واده شریني کې دوه تنه ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د کندوز ولایت مرکز کې د پولیسو یوې پوستې د واده پر یو موټر ډزې کړې او دوه تنه يې وژلي دي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي پولیسو له واده راوړونکو د شریني غوښتنه کوله، چې هغوی ورسره خبرې ښکته پورته کړې او پولیسو پرې ډزې کړې دي.

طلوع‌‌نیوز د یادې سرچینې په حواله وايي چې د پولیسو او واده راوړونکو تر منځ لفظي شخړه وشوه چې پولیسو پرې د ټوپک شپېلۍ ونیولې.

سرچینه د کندوز د ځايي چارواکو په حواله وايي چې پولیسو ځکه پرې ډزې وکړې چې د واده پر موټرو يې شک راغی او هغوی پوستې ته په ور نږدې کېدو و.

معمولاً د لویو لارو پر سره هم د پوستو عسکر د شرینۍ په پلمه د ودونو موټرې دروي او ان د هغوی تر توان پورته پیسې ترې د شیرینې په نوم اخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د