«تېرو دریو کلونو کې څاڅکی اوبه هم نه دي ذخیره شوې»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): سږنیو ورښتونو ته په پام په کښت او کرونده کې د نظر خاوندان وايي حکومت باید د اوبو ذخیره کولو ته جدي پام کړی وای.

ګام‌نیوز د عبدالولي موحد په نوم د اوبو د ذخیره کولو یو متخصص په حواله لیکي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان اوبه پر خپل سر بهېږي.

د هغه په وینا که یوازې د سږنیو ورښتونو اوبه ذخیره شوې وای ښايي د پنځو راتلونکو کلونو لپاره يې د وچکالۍ ګواښ له منځه وړی وای.

سرچینه د اوبو او انرژۍ وزراته په حواله زیاتوي چې دوی پر ځينو بندونو کار روان کړی دی، خو شک کېږي چې د دې بندونو د جوړېدو شعارونه د روان حکومت له پیله تکرارېږي، لکه د پکتیا د مچلغو، د نیمروز د کمال خان او وردګو کې د چک بندونه.

سره له دې چې د اوبو لپاره د سالم مدیریت شکایتونه پرلپسې کېږي، خو د دې تر څنګ د کابل په سروبي کې نغلو، کندهار کې دهله او هلمند کې کجکي هغه پخواني بندونه دي چې روانو ورښتونو هم ډک کړي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ښار په منځ کې له اوبو ډک سیند سم مدیریت کړای شي، دغه سیند په ننګرهار تېرېږي او له کونړ سیند سره یو ځای پاکستان ته ننوځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د