
ایران خونړيو سیلابونو د ښارونو تر منځ لارې تړلې – ویډيو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د ایران په لوېدیځ او جنوب لوېديځ کې د توندو ورښتونو له امله د سلګونو کلیو تر منځ لارې تړل شوې او په یادو سیمو کې وضعیت بحراني بلل شوی دی.
د ایران حکومت پر خلکو غږ کړی چې نن او سبا د هېواد په ګوټ ګوټ کې له سفرونو ډډه وکړي، تر څو دوی ورته بېرته د لارو د خلاصون خبر نه وي ورکړی.
تسنیم خبري اژانس وايي، خرم اباد کې د شاوخوا ۲۹۰ کلیو تر منځ لارې تړل شوې او وضعیت خورا ترېنګلی دی.
د خرم اباد په لرستان کې تر اوسه د څلورو تنو د مړه کېدو خبر ورکړل شوی دی، خو په بېلابېلو ښارونو کې شاخوا ۴۴ تنه مړه شوي دي.
د دې هېواد په کرمانشاه کې بیا د شاخواو سلو کلیو تر منځ لارې تړلې پاتې دي.
ایراني رسنۍ وايي همدان ښار کې هم ګڼ کلي د اوبو په محاصره کې دي او د ځينو وضعیت خورا مرګونی دی.
ایران کې ډېر شمېر د اوبو بندونه ډک شوي او په ګڼو ښارونو کې په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.