نړۍ

ترکیه: یوې سر لوڅې ښځې پر محجبو ښځو تیری کړی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): ترکیې په جنوبي برخه اظنه ښار کې یوې سر لوڅې او پتلون اغوستي ښځې پر دوه محجبو سترمنو ښځو لاس اچولی چې له امله یې په ټولنیزو پاڼو کې پراخ غبرګون را پارېدلی دی.

د ترکیې رسنیو ویلي چې دغې لوڅې ښځې په زور هڅه وکړه چې د محجبو ښځو له سره څخه پرده لیري کړي.

د محجبو ښځو د ژغورنې لپاره پر لارې روانو خلکو کومک کړی او تیری کوونکې ښځه یې لیري کړې.

معلومه نه ده چې ددغې تیری کوونکي ښځې سره د ترکیې چارواکو قانوني چلند کړی دی او کنه، خو په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان د واکمني وروسته اسلامي شعایرو ته درناوی زیات شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په اروپا او غربي هیوادونو کې د اسلامفوبیا پر ضد غږونه اوچت شوي او پر وړاندي يې د اسلامي شعایرو پر وړاندي هم عکس العملونه لیدل کیږي.

https://youtu.be/papdI8hJ1Q0

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x