افغانستان

سکاټ مېلر هم له محب سره د پرېکون له امله تر غونډه تېر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دفاع وزارت کې له هغې غونډې ولاړ شوی، چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پکې ګډونوال و.

اریانا نیوز د سرچینو له قوله وايي، د ناټو او افغان لوړپوړو پوځي چارواکو دا غونډه په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، خو له محب سره د امریکايي چارواکو د اړیکو د پرېکېدو په خاطر سکاټ مېلر له خپلو ملګرو سره له غونډې ووت.

د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو له وروستۍ ناستې وروسته د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امریکا کې پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړ، چې په لوی لاس حکومت ګوښی کوي او «شخصي ګټې» پالي.

پر خلیلزاد تور د دې علت شو، چې ښاغلی محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار شو او څو ورځې وروسته رویټرز د ځينو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې دوی به له دې وروسته له نوموړي سره هیڅ ډول اړیکي ونه پالي.

تېره اوونۍ ارګ کې هم امریکايي لوړپوړو چارواکو له حمدالله محب سره د اړیکي د پرېکون له امله قلمونه پر مېز پرېښودل او له غونډې ووتل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا غواړی چه د زړو په ځای په ځوانانو سرمایه ګذاری وکړی ځکه زاړه بی ثباته کیږی او ممکن مړه شی د همدی امله د دوی هڅه ده چه مهم وزارتونه ځوانانو ته وسپاری زاړه تل خبلی عقدی ترسره کوی . ځانونه مه خطا باسی چه امریکایان محب ته مجلس پریږدی او له مجلسه ووځی که دوی په رشتیا د محب مخالف وی محب موقتی یا دایمی لیری کولای شی د هیواد ښکته او بورته یی ټول په لاس کی دی

Karwan

حمدالله محب ته،
وائي لوخي دخپل قوم سپکه غوښته، خو خپل سر ئي په درياب ډوب شوه. تادامريکايانو لپاره د چاپلوسي په خاطر دافغان ملت سپکه غوښته، اما الله ته سپک کړي اوامريکايان اوس د سپي اهميت هم نه درکوي. ته ډير بي وفا او نمک حرام انسان ئي او حال د له دي هم بدتر ښه. کاروان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close