نړۍ

ترکیه: اردوغان په ټاکنو کې تاریخې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۸ل): د ترکیې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د اردوغان ګوند د هیواد په سطحه ټاکنې وګټلې خو تر ټولو په ستر ښار استانبول او پلازمینه انقره کې یې په بې ساري توګه ټاکنیزه ماتې وخوړه.

تېره ورځ په ترکیه کې د ښاروالۍ ټاکنې وشوې چې تېره شپه ناوخته یې لا حساب روان وو او د لومړنیو شمیرو پر اساس د اردوغان د عدالت او پرمختګ ډلې په دوه سترو ښارونو کې ماتې وخوړه.

د ټاکنو کمیسون مشر لومړنۍ پایلې نن رسما اعلان کړې او وې ویل چې د اردوغان مخالفې ډلې کاندید «اکرم امام اوغلو» تر «بن علي یلدرم» مخکې دی، ځکه چې لومړي ۴ ملیونه، ۱۵۹ او ۶۵۰ رایې تر لاسه کړي خو د اردوغان ډلې کاندید «بن علي یلدرم» څلور ملیونه، ۱۳۱ زره او ۷۶۱ رایې واخیستې، چې په دې توګه یې د رایو شمیر تر اکرم امام اوغلو ۲۷ زره او ۳۱۵ کم راغی.

په خپل لومړني غبرګون کې اردوغان په ټول هیواد کې فتحه لمانځلې، او ضمنا یې په دواړو سترو ښارونو کې ماتې منلې او ویلي یې دي چې دوی د ولس رایو ته احترام لري خو ډېر ژر به هغه مشکلات له منځه یوسي چې له امله یې خلک ځیني ناراضه شوي دي او ددوی د ګوند پر ضد یې رایې کارولي دي.

دغه ټاکنې په داسي وخت کې د اردوغان لپاره امتحان وي چې په هیواد کې تر بل هر وخت بیکارې زیاته شوي او د ترکیې پيسو (لیره) د ډالر په مقابل کې خپل پخوانی قیمت بایللی دی.

اردوغان چې خپله یې هم شاوخوا شل کاله وړاندي د استانبول ښار ښاروالي انتخابات ګټلې وه، او ویلي وه چې څوک استانبول ښاروالي وګټي، هغه به پر هیواد واکمني کوي. خو اوس نوموړي نه یوازي استانبول ښار بلکې انقره چې د دده د ګوند کوربه ښار بلل کیږي، د ماتې سره مخ شوی دی.

د اردوغان ډلې ویلي چې ددوی او مخالفینو تر منځ واټن زیات نه دی، دوی به د رایو بیا شمیرلو لپاره محکمې ته مراجعه وکړي چې له امله یې کیدای شي نتیجه بیرته ددوی په حق کې تمامه شي.

د کتونکو په باور د اردوغان کاندید بن علي یلدرم د تیرو انتخاباتو ۲۰۱۴ په پرتله ډیرې رایې تر لاسه کړي دي، خو مقابل اړخ ته یې د اردوغان ضد ټول ګوندونه متحد شوي او په یوه سلا یې اکرم امام اوغلو ته رایه ورکړې چې له امله یې هغه مخکې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x