ټکنالوژي

فیسبوک د پاکستان پوځ او هندي ګوند سره تړلې پاڼې بندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک اعلان کړی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو پورې تړلي ټول فیسبوک حسابونه او پاڼې بندې کړي دي.

د الجزیرې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې فیسبوک د پاکستان پوځي او استخباراتي او د هند ځینې سیاسي ګوندونو سره تړلې «۱۱۰۰» حسابونه او پاڼې بندې کړي دي.

دغه حسابونه چې فیسبوک پرې د استعمال بندیز لګولی دی د هند اپوزیسیون کانګریس او د پاکستان استخباراتو پورې اړه لري، دوی دغه پاڼې د سیاسي ګټو یا ناسمو معلوماتو د خپرولو لپاره کارولې.

په تېره نږدې کې پر فیسبوک فشار دی چې هغه حسابونه چې تاو تریخوالی، د ټاکنو په اړه، د سیاسي ګټې اخیستنې او داسې نور له منځه یوسي، ځکه چې دوی د خلکو ګمراه کولو لپاره ناسم معلومات خپروي.

د دوشنبې په ورځ د اپریل په لومړۍ نېټه فیسبوک داسې مهال دغه اعلان وکړ چې څو ورځې وروسته په هند کې عمومي ټاکنې ترسره کیږي- په دې کې «۶۸۷» حسابونه چې د هند اپوزیسیون کانګریس سره یې تړاو درلود بند کړل.

فیسبوک ویلي چې ددوی څیړنو موندلې ده چې د یادو شمېرو له برخې یې ډيری حسابونه جعلي وو او د ناسمو ګټو لپاره کارول کیدل، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د یوه هېواد ټاکنې نږدې وي.

همدا ډول فیسبوک په پاکستان کې ټولټال ۵۷ فردي، ۲۴ پاڼې او ۱۵ د انسټګرام داسې اکاونټونه له منځه ویوړل چې د پاکستان پوځ پورې یې اړه درلوده او ناسم او غلطونکي معلومات یې خپرول.

فیسبوک په پاکستان کې د تړل شویو معلوماتو په اړه زیاتوي چې ددې هېواد سیاسي وضعیت، هند سره جګړې او د پاکستان پوځ په اړه تبلیغاتي معلومات خپرول، دوی وایي دغه حسابونه د پوځ د عامه اړیکو څانګې کارکونکو لخوا چلیدل.

د هند د کانګریس ګوند منلې چې ددوی یو رسمي فیسبوکپاڼه او د ګوند یو شمېر غړو د فیسبوک له خوا تایید شوي حسابونه تړلي شوي دي، دا لومړی وار دی چې فیسبوک یو ستر سیاسي ګوند په نښه کوي، خو بالعکس د پاکستان پوځ په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې فیسبوک په تېره نږدې کې د سختو فشارونو او یو شمېر جرمانو لګیدلو وروسته پر خپل امنیت غوره ساتلو ټینګار کوي او اوسمهال یې ددې لپاره د اعلاناتو خپرولو ځای او نېټه هم محدود کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom

ګوګل به هم په افغانستان کې د طالبانو فیسبوک پاڼو په اړه معلومات له ناټو سره شریک کړی
ګوګل مخکې یوې رسنۍ ته خبر ورکړﺉ و چې موژ به په اسیایي هیواد کې نژدې یو دفتر خلاص کړو
هغه فیسبوک پاڼې چې مجاهدین ترې استفاده کوی
د هغوۍ په اړه به حکومت سره معلومات شریک کړو
د ګوګل سایټ مشر مرستیال هندی وګړﺉ ده
اوسنی وخت کې چې مسلمانانو او کفارو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوﺉ هغه خلک چې م……..وی
د فیسبوک استعمال پریژ دی بهتره به دا وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x