افغانستانخبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ روان کال «۶۸۰» زره دندې اعلانوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د معلوماتو او احصائیې د ملي ادارې د راپور تر نشر وروسته چې څرګندوله یې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ادعاء کړې چې روان کال به «۶۸۰» زره نوې دندې اعلانوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر «فیض الله ذکي» نن یوې خبري ناستې ته وویل « د وروستیو معلوماتو په اساس څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانان له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دی چې د مهاجرینو په راستنېدلو یې شمېر نور هم لوړ شوی».

ذکي ادعاء وکړه چې تېر کال یې «۵۰۰» زره دندې اعلان کړې او سږ کال به دا شمېر «۶۸۰» زرو ته ورسوي.

د ذکي په وینا؛ بېکاره خلګو ته د دندو پیدا کول د ملي وحدت حکومت په لومړیتوبونو کې راځي او په همدې موخه یې نوي مقررات او اصول ایجاد او د ددې وزارت د ولایتونو له رئیسانو سره شریک کړي.

یاده دې وي چې د ملي وحدت حکومت  د خپل کار په پیل کې ژمنه کړې وه چې «یو میلیون» نوې دندې به اعلانوي خو؛ ورځ تر بلې زیاتېدونکي بېکارۍ ته په کتو ښکاري چې دا وعده د حکومت د نورو وعدو په څېر لا هم «وعده» پاتې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

وايی په يوه کال کی به ۶۸۰ زرو ته کار پيدا کړی او پروسږ کال يی هم د ۵۰۰ زرو اعلان کړی و ،دا دولت څو کاريګره لری ؟،ښه خبره ده ، دا هم د غنی شاګرد دی چی په يوه کنفرانس کی د افغانستان ټوله توکوته په ډيره لوړه بيه بازار پيدا کړی ، ښه خبره ده ، د جلال آباد ښار په يوه ديدن د ډهلی سره وصل کړی ، ښه خبره ده ، د مزار په جنډه کی، مزار د آسيا د تجارت دروازه کړی او د شانګهای سره يی د مځکی ، هوا او د اوبو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x