ورزش

د حمید حسن په همکارۍ افغانستان کې په نوې بڼه کرېکټ لیګ جوړیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي حمید حسن په همکارۍ په افغانستان کې د شل اوریزو سیالیو لیګ په یوه نوي طرز او بڼه جوړيږي.

دغه لیګ چې «Last man stand» یعنې وروستی لوبغاړی لوبیږي- نوم ورکړل شوی، د افغانستان کرېکټ بورډ او نورو بورډونو څخه د جوړیدا جواز ترلاسه کړی دی او ډیر ژر به پېل شي.

ددغه لیګ اصول او قوانین به د نړۍ له نورو ټولو لیګونو مختلف وي، په دې کې به هره لوبډله اته لوبغاړي لري، شل اورونه به یې وي خو هر اور به پنځه توپه وي، په یو وایډ یوه منډه خو په دویم وایډ توپ به درې منډې حسابیږي، همدا ډول که په وروستي توپ شپږیزه ووهل شي هغه به ۱۲ منډې حسابیږي. په دې لیګ کې به وروستی یوازې پاتې لوبغاړی (Last man) هم توپوهنه کولای شي.

Last man Stands franchise league Afghanistan Coming soon in Afghanistan Watch the live opening announcement from my fan page today later on Long live Afghanistan 🇦🇫🇦🇫

Posted by Hamid Hassan on Sunday, 31 March 2019

حمید حسن رسنیو ته وویل چې له دې ډول کرېکټ سره به هغو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي چې د شپږیزې لیګ او د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو نه پاتې شوې دي.

د یادونې ده چې دغه لیګ به د نړۍ په ۱۴ نورو هېوادونو کې هم ترسره شي خو ټاکل شوې چې په افغانستان کې به یې لومړۍ سیالۍ د راتلونکي جون میاشتې پرمهال ترسره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close