افغانستانخبرونه

خلیلزاد کابل کې له ګڼو افغان چارواکو او سیاسیونو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» تېره ورځ کابل ته راورسېد.
کابل ته له راتګ سره سم نوموړي له ګڼو افغان چارواکو او سیاسیونو سره لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه یې ورسره سلا مشورې کړي.
د ارګ ویاند «هارون چخانسوري» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې، خلیلزاد له اشرف غني سره د سولې د پروسې په اړه غږېدلی او سلا مشورې یې ورسره کړې« د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ‌‌‌‌‌‌ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل او د سولې د روانو کوښښونو په اړه یې بحث او خبرې وکړې».
د چخانسوري په وینا، دا ډول ناستې او بحثونه به ادامه پیدا کړي.
د ګډ حکومت په مشر سربېره د حکومت بل نیم شریک «عبدالله عبدالله» هم د زلمي خلیلزاد سره لیدلي، د اجرائیه ریاست ویاند ددې لیدنې پخلی کړی او په وینا یې ؛ زلمي خلیلزاد اجرائیه رئیس ته څرګنده کړې چې «له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو په وتلو او له ترورستانو سره د اړیکو د پرې کولو په اړه غږېدلی».
نوموړی وړاندې زیاتوي « زلمی خلیلزاد وویل؛ د افغانستان د سولې په مسئله کې هیڅ ابهام وجود نه لري او بین الافغاني خبرې پیل کېدل، اوربند او د سولې یوه توافق ته رسېدل ددې خبرو اصلي موضوعات دي».
په اجرائیه رئیس او د ګډ حکومت په مشر سربېره «خلیلزاد» د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئیس او د «سولې مشورتي بورډ» له رئیس «سلام رحیمي» سره هم لیدلي او د سولې د پروسې په اړه یې ورته مالومات ورکړي.
یاده دې وي چې «زلمي خلیلزاد» داسې مهال له افغان سیاسیونو او چارواکو سره خپلې لیدنې زیاتې کړې چې تمه ده د روانې میاشتې په وروستیو کې ګڼ شمېر افغان سیاستوال، ژورنالستان او مدني فعالان په قطر کې جوړېدونکې «بین الافغاني ناستې» ته ورشي او هلته له طالبانو سره وغږېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x