نړۍ

چين: ځنګل کې اور لګېدنې ۲۶ «اور مړه کونکي» وژلي – ویډیو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د چين په يوه ستر ځنګل کې د سختې اور لګېدنې له کبله ۲۶ «اور مړه کونکي» وژل شوي او لسګونه نور بې درکه شوي دي.

د نړيوال خبري اژانس راپور سره سم د چين سيچوان سيمې په ځنګلونو کې په ۳۸۰۰ ميټره لوړوالي کې اور لګېدنې هغه مهال ۲۶ کسان ژوندي سوځولي چې د اور مړه کولو ته ورغلي وو.

د راپورونو له مخې د اور مړه کولو لپاره ۷۰۰ تجربه لرونکي کسان ليږدول شوي وو خو په ناڅاپي ډول د هوا بدليدو له کبله اور بلې خواته مخه کړه او په سمدستي ډول يې له شپږ ويشتو څخه زيات کسان ووژل او له ديرشو زيات نور بې درکه شوي دي‌.

ياده دې وي چې په تېره نږدې کې د اور لګېدنې پېښو له کبله په چين هېواد کې لسګونو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، تېره اوونۍ په يوې فابريکې کې د اور لګيدنې له کبله هم يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x