آی پي ایل کې د مجیب ځدران یو کالنی ریکارډ مات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د هند غوره لیګ په دولسم پړاو سیالیو کې وړمه ورځ د مجیب الرحمن تېر کالنی جوړ شوی ریکارډ مات کړل شو.

د افغانستان ملي لوبډلې تکړه هر اړخیز توپ تاوونکی مجیب الرحمن په ۲۰۱۸م کال کې د آی پي ایل په یوولسم پړاو سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا واخیستل شو.

په هند غوره لیګ کې تېر کال مجیب الرحمن تر ټولو د ځوان لوبغاړي ریکارډ په خپل نوم کړ، نوموړی ۱۷ کلن و چې په یادو سیالیو کې یې ګډون وکړ.

وړمه ورځ د رائل چیلنجرز بنګلور لوبډلې لخوا نوي لوبغاړي «پریاس رای بارمن» ته فرصت ورکړل شو چې د آی پي ایل د ځوان لوبغاړي ریکارډ یې په خپل نوم کړ، نوموړي په ۱۶ کلنۍ کې په آی پي ایل کې ګډون وکړ.

مجیب الرحمن په هند غوره لیګ کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په ګټه ټولې ۱۳ سیالۍ ترسره کړي، چې په غوره اوسط او اقتصادي توپ اچونه یې تر دې مهاله ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

له مجیب الرحمن وړاندې په آی پي ایل کې د ځوان لوبغاړي ریکارډ د سرفراز احمد په نوم و، له نوموړي وروسته مجیب ځدران او اوس د رای بارمن په نوم شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د