افغانستانخبرونه

د «ارګ» د مخالفت له امله؛ د ملي شورا دروازې لا هم تړلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د ملي شورا اداري هیئت وايي؛ د ملي شورا د پرانستنې په وړاندې یوازېنی خنډ «محمد اشرف غني» دی چې له امله یې د پارلمان  دروازې تړلې او د حکومت مشروعیت له منځه تللی.

د ملي شورا د منشي د ویاند «عرفان الله عرفان» په وینا، د حوت د میاشتې په «۱۵» نېټه یې د ملي شورا د پرانستنې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی وو،  ملي شوراء ته په تللو سرکونو امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د ملي شورا دارلانشاء د پارلمان د پرانستنې لپاره اماده وه خو؛  د ولسمشر غني د مخالفت له امله پرانستنه وځنډېده.

برحاله وکیلان وایي؛ دوی دې پرانستنې ته تیار دي خو د ارګ له لوري د ملي شورا پرانستلو په لاره کې مخالفتونه جوړېږي، چې دې ګام ګڼې ستونزې زېږولې او د «مقننه» قوې په نه شتون کې حکومت د مشروعیت له بحران سره مخ دی.

د ملي شوار د غړي «جعغر مهدوي» په اند؛ تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وي چې له امله یې لا هم نوي وکیلان ملي شورا ته نه دي ورپېژندل شوي نو؛ حکومت ته په کار ده  څو د برحاله وکیلانو په شتون کې ملي شورا پرانېزي او ولسمشر غني  ته ښايي څو په دې لاره کې خنډونه جوړ نکړي.

د ملي شوراء د «۱۳۹۸» کال ټاکنې چې ترسره کېدلو یې میلیونونه ډالر مصرف وغوښت او لسګونه کسان یې په لاره کې قرباني شول؛  د خپل ډول تر ټولو اوږدې او له فساد او تقلب ډکې ټاکنې وې چې د میاشتو په تېرېدو یې لا هم بشپړې پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو  د خپلواک کمېسیون نوې رهبري وايي «دوی له خپل ټیم سره جدي کار کوي څو د پاتې ولایتونو پایلې ژر اعلان کړي خو په وینا یې؛ په کمېسیون کې تېرې رهبرۍ ګڼې ستونزې بې حله پرېښي  چې له امله یې نوې رهبري نشي کولای خپل کار په چټکۍ مخ په وړاندې بوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x