زلمی خلیلزاد په کندهار هوايي ډګر کې د چارواکو سره ګوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تيره ورځ کابل ته راغی او نن کندهار ولايت ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده نوموړی په کندهار کې له قومي مشرانو، مدني ټولنو غړو او د جنوبي ولايتونو د ولايتي شورا ګانو له رئيسانو سره وګوري.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنيو ته ويلي دي چې خليلزاد د کندهار ولايت مقام ته نه ورځي او هلته به د کندهار په هوايي ډګر کې له خلکو سره خپلې ليدنې او ناستې ولري.

عزيزي وويل چې د کندهار په هوايي ډګر کې د زلمي خليلزاد د ليدنې له پاره رسنۍ هم نه دي بلل شوي.

ويل کيږي چې زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې د کندهار د بېلابېلو قومي مشرانو، مدني ټولنو غړو او ولايتي شورا رېسانو سره وګوري او د افغانستان د سولې په اړه به د هغوی نظريات او مشورې واخلي.

تر اوسه مالومه نه ده چې خلیلزاد ولي د کندهار ولایت مقام ته نه دی ورغلی، خو ددې تر مخه په کندهار ولایت کې دننه په مکرره توګه لويې امنیتي پيښې را منځته شوي چې له امله یې امریکايي جګپوړي چارواکي ددغه ولایت رسمي ځایونو ته د بیا ورتګ څخه ډډه کوي او خپل ملاقاتونه یې تر هوايي ډګره محدود کړي چیري چې د امنیت مسؤولیت د امریکایانو په خپل لاس کې دی.

زلمی خليلزاد تيره ورځ کابل ته راغی او دلته يې د ګډ حکومت له مشرانو او د سولې شورا د دارالانشاء له مشر سره وليدل او د افغانستان د سولې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

افغانستان او سيمې ته د زلمي خليلزاد دا شپږم سفر دی چې په کې به نوموړی د افغانستان، قطر او پاکستان په ګډون د نړۍ اوو هيوادونو ته سفر وکړي او د افغانستان د سولې په اړه به د ځينو هيوادونو له مشرانو سره سلا مشورې وکړي او په قطر کې به د طالبانو له استازو سره ناسته ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

تاسودافغانانو دتاریخ سره سپک چلندوکړ
تاسوبش ته دغازي مډال وروځړاوه
تاسوامریکایي خلیل زاد ته دپښتنودرنه بګړۍ ورپه سر کړه
تاسو زموږ په ارزښتونو لوبې وکړې
تاسو!! !